د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له انقلاب ستر لارښود له دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د ايران له يو شمير علمی شخصيتونو سره په كتنې كښې وفرمايل تر راتلونكو څوارلسو كلونو پورې بايد وتوانیږو چې د ايران شل فيصده عايد د عملی محصولاتو له تجارت تامين كړو.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای علم د ايران د معنوی او مادی اقتدار لپاره د تكیې ځاې وباله او جوته یې كړه د ايران د تاريخی زوړ پاتی والی جبرانيدل د شرف لرونكو ايرانيانو، استادانو، محصيلينو او پوهنتونوالو پرله پسې علمی هڅې ته ضرورت لری.
اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د ايران د اسلامی جمهوريت د ورستيو لسو كلونو ځلانده برياليتوبونه د ايران د ځوانانو د زيات استعداد نخښه وبلل او ټينګار یې وكړ او بايد په هيلې، د يوې شيبې له لاسه وركولو پرته او په خپلو وسونو باندې تكیې سره د عملی پرمختګ بهير ته دوام وركړو.
669906