ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «religioninsociety» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې سمينار كښې چې د امريكې د ايلينويز پوهنتون د زده كړې د پوهنځای په مرسته ترسره شوې دی بيلا بيل موضوعات په څورو محورو د دين بنيادونه، دينی ټولنې او ټولنيز شونه، د دينونو مشتركات او بيلګې او همدارنګ دينی سياستونه به پكښې څیړل كیږی.
د دينی بنيادونو په برخه كښې به ځينې موضوعات لكه، د دينونو ارزښت، مقدسې سرچينې، دنينی فلسفه، عقل او دين، د مذهب له په هكله زړې او نوې ليدتوګې، علم او مذهب، قانون او مذهب، مذهب او تجارت او خدايی پيغمبران.
ګډون كوونكی كولې شی چې د سلواغی د مياشتې تر 21 نیټې خپلې مقابلې په لاندينۍ پته راولیږی.
support@commongroundpublishing.com و يا په دې سمينار كښې د خپلې مقالې ثبتولې لپاره https://secure.cgpublisher.com/conferences/201/web/proposals/new_proposal_entry ته رجوع وكړی.
742533