د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د هند د څانګې یې نقلوی چې د هندوستان دبيهار ولايت اوسيدونكې زلمی ښاغلی ولی احمد چې د سهارنپور ښار په «جامعه فلاح دارين» دينې مدرسې كې د قران پاك په حفظ كولو كې بوخت او لګيا وؤ د تيرې چهارشنبه په ورځ یې ټول قران پاك حفظ سر ته ورسوه او د ټول قران پاك حافظ شو.
ددې مدرسې مشر ښاغلی «محمدشاهد مظاهری»، په دې هكله وويل چې دې هندی زلمی په يو پينځه ګهنټې ناستې كې ټول قران پاك قرائت او تلاوت كړ او تير كال هم يو دينی محصل ښاغلی سرتاج عالم هم ټول قران حفظ كړې ؤ.
مظاهر زياته كړه چې هر كال په دې مدرسه جامهعه فلاح دارين كې د حفظ پروګرام اجرا كیږی نورو خلكو نه هم مونږ غوښتنه كوو چې په دې ګډؤن وكړی.
753101