د «Express Buzz» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه سيمينار كښې كوم چې د كيريلا د صنعت او سوداګرۍ د ارګان (KCCI) په همت تر سر شو، د هند د كيريلا ولايت د اقتصاد وزير تامس ايساك ويناوې وكړې.
ايساك په خپله وينا كښې اعلان وكړ: اسلامی بينكداری په كيريلا ولايت كښې د اساسی جوړښتونو په كمی باندې د غلبې له پاره يوه حل لاره ده.
دوی زياته كړه: د هغو ګڼ شمير كمبودونو باوجود چې په كريلا ولايت كښې د اقتصاد او سوداګرۍ په زمينه كښې موجود دی، اسلامی بينكداری به په دغه ولايت كښې يو ښه راتلونكی ولری او كوې شی چې په دغه ولايت كښې د اقتصادی ودې سبب شی او د سوداګرۍ او تجارت له پاره په يو نوی محرك ځواك باندې بدله شی.
784264