IQNA

احـمدی نژاد: ملتونه بايد د استكباری هيوادونو د دسيسې په اړه هوښيار ووسی

22:38 - May 16, 2011
د خبر لمبر: 2123376
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژإد وويل ملتونه د استكباری قدرتونو د سپيرې دسيسې په باره كښې هوښيار ووسی چې شاته پاتی والی جبران كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احـمدی نژاد نن په تهران كښې د سريلانكا له صنعت او تجارت وزير رشاد بديع الدين سره په كتنې كښې په دې خبرې سره چې تاريخ په مظلومو ملتونو داستكباری قدرتونو او زور ويونكو هيوادونو له ظلمونو ډك دی وويل زور ويونكی هيوادونه هڅه كوی چې د نورو ملتونو د پرمختګ خنډ شی او په دې لاره كښې یې دملتونو ګټې تر پښو لاندې كړی دی .
ښاغلی احمدی نژاد په بوسنيا هرزیګوينا، عراق، افغانستان، پاكستان او نورو اسلامی هيوادونو كښې د سطله ګرو هيوادونو جنايتونو ته په اشارې سره وويل د زور ويونكو قدرتونو سپيره دسيسه تل له ټولو زياته مسلمانو ملتونو ته متوجه ده او د نړۍ په اكثرو سيمو كښې چې هر چيرې جنګ او وينې بهيدل روان دی نو هلته د مسلمانو ملتونو پرضد د اسكتبار د نظام دسيسې او د هغوې وژلې كتونكی يوو.
د سريلانكا د صنعت او تجارت وزير هم په دې خبرې سره چې زور ويونكی قدرتونه تل د سريلانكا د مسلمانانو او عيسايانو ترمينځ د تفرقې اچولو هڅه كوی وويل د سريلانكا حكومت هڅه كوی په دغه هيواد كښې مسلمانانو ته رسيدلی تاوانونه جبران كړی او د هغوې لپاره د ښه ژوند زمينه برابره كړی.
792425
captcha