د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز فلسطين انلاين یې نقلوی چې مصر ويلی دی چې د رفع سرحدی لاره به له جمعې ورځ او چټيانو پرته هره ورځ د سهار له نهو د ماښام تر نهو بجو پورې خلاصه وی.
د مصر حكومت دغه راز دښځو، ماشومانو او له څلویښتو كلونو د زياتو كسانو لپاره تګ راتګ ازاد خو له اتلسو كلونو تر څلویښتو كلونو پورې دكسانو لپاره تګ راتګ داجازې له لرلو سره تړلی دی .
د مصر رفع سرحدی لاره به د تجارت لپاره تړلی وی خو له دې سره سره هيله كیږی چې دغه چاره د فلسطين د غزې تړانګې د اقتصاد په پياوړتيا كښې مهم اغيز ولری.
د مصر پخوانی ديكتاتور حكومت وروسته له دې چې صهيونيسټ رژيم په ۲۰۰۷ ميلادی كال كښې غزې تړانګه كلابند كړی د رفع سرحدی لاره ه هم وتړله.
د مصر پخوانی حكومت دغه اقدام د فلسطين يو نيم ميليونه خلك د خپلو ضرورتونو د پوره كولو له پلوه په سختو شرايطو كښې وروستلی وو .
د مصر د حكومت نوی اقدام د صهيونيسټ رژيم د مقاماتو اندیښنه راپارولی ده.
799574