IQNA

ايت الله خامنه ای: ايران د ځان د دفاع لپاره وسلی توليدوی

17:10 - June 26, 2011
د خبر لمبر: 2144296
سياسی ډله: د ايران د درستو قواوو اعلی قوماندان په دغه هيواد كې د وسلو د توليد اصلی هدف دفاع وبلله
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود او ددغه هيواد د درستو قواوو اعلی قوماندان حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د ايران دوسله وال ځواك د تحقيقاتی برياوو دنندارتون د ليدلو په مهال ټينګار وكړ د ايران په اسلامی جمهوريت كې دوسلو د توليد اصلی هدف له زورويونكو دښمنانو سره مقابله او دفاع ده ، په داسی حال كې چې په لويدیځ كې د وسلو دتوليدولو اصلی هدف د وسلو د جوړونكو شركتونو د پانګه والو تجارت او شتمنی ده.
د ايران د درستو ځواكونو اعلی قوماندان جوته كړه په هغو هڅو او همت سره به چې دايران په وسله وال ځواك كې موجود دی بنديزونه بې اغيزې او د ايران د ملت د دښمنانو په تاوان وی .
هغوئ د ايران د وسله وال ځواك د تحقيقاتی برياوو دنندارتون له جوړونكو قدرونه وكړه او څیړنه یې د نويو توليداتو لپاره اساس وباله او ویې ويل د وسله وال ځواك څیړنيز مركزونه بايد خپل مخ په وړاندې حركت ته لا په قدرت سره دوام وركړی .
د ايران دوسله والو ځواكونو اعلی قوماندان ټينګار وكړ د ايران د وسله وال ځواك په بيلا بيلو برخو كې د څیړنيو مركزونو شتون ګټور دی ، څیړنيز كارونه بايد د يوه بل بشپړونكی وی ، څو د انسانی او مادی پانګو د بې ځايه تللو مخنيوی وشی .
814628
captcha