IQNA

مصريان په قاهرې كې د اسرائيلو د سفارت په وړاندې ولسی مظاهره تر سره كوی

12:18 - September 08, 2011
د خبر لمبر: 2183555
نړيواله ډله: مصری فعالانو د دغه هيواد خلكو ته بلنه وركړه چې سبا د جمعی په ورځ د صهيونستی ضد مظاهرو لپاره ځانونه چمتو كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په قاهره كې د اسرائيلو د سفارت تر شاوخوا د سيمټو د تيارو ديوالونو له تاوولو وروسته ، د مصر ولس د مصری چارواكو د دغه اقدام په اعتراض كې له قاهری د اسرائيلو د سفير دويستلو غوښتنه وكړه .
تيره ميلادی مياشت د صهيونست رژيم جنګې الوتكو د مصر په سينا دښته كې څو مصری سرحدی ځواكونه ووژل ، چې مصريانو هم له دې وروسته په قاهرې كې د اسرائيلو په سفارت د صهيونست رژيم بيرغ راكوز او اور یې ورته واچوو او په ځای یې ورته د فلسطين بيرغ ورپاوه او اوس یې د سبا لپاره مصريان پراخو ولسی مظاهرو ته وربللی دی څو د مصر او اسرئيلو تر مينځ په تيرو دريوو لسيزو كې د كمپ ډيویډ د تړون وروسته تر ټولو سترې او پراخې مظاهری كوی .
په مصر كې د عربی انقلاب د ځوانانو غورځنګ وړانديز كړی دی سبا په مظاهرو كې په قاهره كې د اسر ائيلو له سفارت څخه راتاو شوی ديوالونه او سيمټې خنډونه په څټكو او مارتولونو مات كړی .
دا په داسی حال كې دی چې دصهيونست رژيم سرغنې په مصر كې له صهيونستی ضد خوځښتونو سخت اندیښمن دی او په سيمه كې د خپلو ملګرو له لاسه وركول يو ناروين بولی . په دې اړه د صهيونست غاصب رژيم مشر په ډاګه ويلی دی كمپ ډيویډ تړون د اسرائيلو لپاره حياتی ، ستراتيژيك او حساس اهميت لری ، او له مصر سره د اړيكو خرابيدل به د صهيونستانو لپاره نه جبرانيدونكې پايلې ولری .
كمپ ډيویډ تړون په ۱۹۷۹ م كال كې د امريكا په مينځګړيتوب سره د مصر او صهيونست رژيم تر مينځ وشو . هغه مهال د تل ابيب او واشنګټن هدف له عربی نړۍ د مصر بيلول ؤچې په دې اقدام سره یې اسلامی نړۍ ته ستر ګوزار وركړ او په مصر یې تش په نامه د سولې تړون وروتاپه او دغه هيواد یې په سيمه كې د صهيونست رژيم په ملګری بدل كړ .
صهيونست رژيم له ۶۳ كلونو زياته موده كیږی چې فسلطين نيولی دی او نن سبا نه يوازې د مشروعيت له ناورين ، بلكه له كورنيو او بهرنيو ستونزو سره هم مخ دی او د مصر او كمپ ډيویډ د تړون له لغوه كيدو وروسته د اسرائيلو او د فلسطين د اسلو د تړون ، د عربه وادی په نامه د صهيونست رژيم او اردن د تړون وار دی چې خلك یې د لغوه كيدو غوښتنه كوی .
856216
captcha