IQNA

د اسلامی ايران ولسمشر نيويارك ته ورسيد

13:08 - September 20, 2011
د خبر لمبر: 2190637
سياسی ډله: ډاكټر محمودی نژاد د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په شپږ شپيتمې غونډې كې د ګډون په خا طر نيويارك ته ورسيد او په ملګرو ملتو كې د ايران دايمی استازی او يو شمير نيويارك كې ميشتو ايرانيانو یې هر كلې وكړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمودی نژاد د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په شپږ شپيتمې غونډې كې د ګډون په خا طر نيويارك ته ورسيد د ايران خا رجه وزير علی اكبر صالحی، د انرژۍ وزير مجيد نامجو، د تجارت، تيلو او صنعت وزير مهدی غضنفری ، د كار ، هوساينې او تعاون وزير عبد الرضا شيخ اسلامی له ښاغلی احمدی نژاد سره په دغه سفر كې ملګرتيا كوی.
هم دا راز د ولسمشر نور يو شمير سلاكار هم له هغه سره په دغه سفر كې ملګری دی .
د ملګر ملتو په عمومی اسمبلۍ كې وينا ، د مهمو نړيوالو بد لونونو په اړه د اسلامی ايران د ليد تو ګو بيا نول ، په امريكا كې ميشتو ايرانيانو او د امريكا پو هنتو نونو له استادانو او محصلينو سره كتنه د ښا غلی احمدی نژاد مهم پروګرامونه دی .
د اسلامی ايران ولسمشر به د ستمبر په ۲۲ د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ كې وينا وكړ ی .
د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په دغه غو نډه كې به ۹۲ ولسمشران ، ۴۳ د حكومت مشران ، ۵ د اولسمشر مرستيالان ، ۱۰ خارجه وزيران او ۴۳ وزيران د ملګرو ملتو له ۱۹۳ غړيو هيوادونو ګډون وكړی .
864199
captcha