د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له د الجزيره چينل د راپور له مخې د يمن د زغره والو ځواكونو قوماندان علی محسن الاحمر چې له پوځ څخه بيل شوی او له مخالفانوسره يو ځای شوی دی نن د لوی اختر په مناسبت په يوه وينا كښې وويل د يمن ديكتاتور عبدالله صالح، هغه خلك چې د خپلو غوښتنو د پوره كيدو لپاره سوله ايز مظاهری كوی په وينو كښې لمبوی.
نوموړې د صالح لخوا د عربی اتحاديی د سولې د طرحې د منلو په اړه وويل د يمن ديكتاتور هڅه كوی په مناسب وخت كښې له دغې طرحې د ژغورونكې كشتۍ په توګه كار واخلی .
د يمن خلكو له تير فبروری مياشتې پاڅون كړی او د علی عبدالله صالح د ۳۳ كلن حكومت ختميدل غواړی .
893909