د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ساتندويه ځواك د قوماندانۍ عاشقان ثارالله په حسينيه كښې د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د ځان بساينې د جهاد د اداری د مشر سردار سرلشكر حسن تهرانی مقدم او ورسره شهيدانو لپاره فاتحه ولوسته او د هغو ئ لپاره یې له الله تعالی د لوړو درجو غوښتنه وكړه .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله خامنه ای د جنازی تر څنګ د شهيدانو له كورنيو سره هم وكتل او هغوئ ته یې ډاډګيرنه وركړه.
د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د ځان بساينې د جهاد د اداری د شهيدانوپه جنازی كښې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ، د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د ځان بساينې د جهاد د اداری د شهيدانو ملګرو، د ايران پوځی او سياسی چارواكو او د خلكو بيلابيلو پرګنو شتون درلوده.
په دی وروستيو كښې د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك يا سپاه پاسداران انقلاب اسلامی په يو غونډ كښې د چاودنې له كبله د ساتندويه ځواك ۱۷ غړی شهيدان او ۱۶ نور ژوبل شول .
د دغو شهيدانو جنازی نن په تهران كښې په بهشت زهرا هديره كښې خاورو ته وسپارل شوی .
د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د عمومی اړيكو د مسئول رمضان شريف په وينا دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې مهمات له ډيپو څخه معلوم ځای ته انتقاليدل .
898328