د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبر صالحی د عربستان په جده كې د اسلامی ملګرتيا د موسيسې د غونډې په څنډې كې د سوريی په اړه د تعامل په بهير نيوكه وكړه او هر هغه اقدام سره یې د ايران مخالفت اعلان كړ چې په سوريه كښې د بهرنيو لاسوهنو لپاره زمينې برابروی.
نوموړی وويل د سوريی د مسئلې حل د حكومت لخوا اصلاحاتو د ترسره كولو لپاره د وخت وركول او هراړخيزې خبرې اترې دی .
د اسلامی ملګرتيا د موسيسې بیړنۍ غونډه د سورئې د بحران د جاجونې په موخې سره د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزير په شتون سره د عربستان په جده كې پرون ترسره شوه
د اسلامی ملګرتيا مؤسسې په دغې غونډې كې د شتون لپاره خپلو ۵۷ غړو هيوادونو ته د ګډون بلنه وركړې وه.
910153