د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، دغه مراسم د كابل په ټولو جوماتونو او امام باړه ګانو كې په مرثيه ويلو او د عزادارۍ په راز راز مراسمو سره ترسره شول.
د افغانستان مومن او مسلمان خلك د پيغمبر اكرم په اهل بيتو مين او د عاشورا د حماسې لارويان دی، او هر كال ټول مسلمان چې شيعه او سنی پكې شامل دی، دغه مراسم په ګډه او په يووالی سره ترسره كوی.
د اسلام او افغانستان دښمنان هڅه كوی چې دغه يووالی او اتحاد داغی كړی نو په همدې لړ كې د نن ورځې د ترهه ګرو حملو په څير د نقاق رامنځته كولو دسيسې جوړوی،خو دافغانستان مومن مسلمانان هیڅكله د دښمن د دسيسو ښكار نه كیږی.