IQNA

لندن، د اسلامی اقتصاد د دويم بين المللی كانفرنس كوربه

11:05 - December 30, 2011
د خبر لمبر: 2247724
بين المللی ډله: د اسلامی اقتصاد دويم نړيوال كانفرنس د ١٣٩١ هجری شمسی كال په ٩ او ١٠ نیټو، په لندن كښې ترسره كیږی.
د «PRUrgent»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د «گالف فلمينگ» (Gulf Fleming) سازمان له خوا د نړۍ په اوسنی اقتصادی كړكيچ كښې د اسلامی تجارت او د پانګونې د څیړنې په موخه ترسره كیږی.
په دغه كانفرنس كښې به د نړۍ د مختلفو هيوادونو څخه د اسلامی اقتصاد او مالی صنعت د ډګر بانكداران، سلاكاران، پوهان او كاركونكی ګډون وكړی او د نړۍ په اوسنيو شرائطو كښې به د اسلامی مالی صنعت د مختلفو مسائلو او اړخونو څیړنه وكړی.
په حاضر حال كښې چې د نړۍ بازارونه د اقتصادی كړكيچ له دباوو نه په رنځ دی، د اسلامی اقتصاد اصول د مالی بازار د ستونزو له پاره يو علاج او درمل ګڼل كیږی. 923585
captcha