IQNA

د پاكستان په اسلام اباد كښې د درې اړخيزې غونډې بيانيه

23:15 - February 18, 2012
د خبر لمبر: 2276150
سياسی ډله: دايران داسلامی جمهوريت ، پاكستان او افغانستان دولسمشرانو درې (۳)اړخيزه غونډه پرون په اسلام اباد كښې دګډې بيانېې په خپرولو سره پاې ته ورسيده .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دغه ګډې بيانېې پراساس دايران ، پاكستان او افغانستان ولسمشرانو او لوړرتبه مقاماتو ژمنه وكړه دسولې، امنيت، ثبات او اقتصادی پرمختګ په زمينه كښې درې اړخيزه ملګرتياوې زياتې كړی .
په افغانستان كښې دبيارغاونې او پراختيا ملاتړ، په سياسی ، امنيتی، انرژۍ او روزنې او اقتصادی برخو كښې پراخه ملګرتياوې ، او دغه راز دپوهنتونونو او پارلمانونو دپلاويو دسفر په شمول غير حكومتی اړيكې ، له منظمو شويو جنايتونو او دنشه ايزو موادو له توليد او قاچاق سره دمبارزې په زمينه كښې ملګرتيا ، دازاد تجارت داسانتياو برابرول او په ټرانسپورت او بيخ بنايی چارو كښې دارتباطاتو زياتول ددغه ګډې بيانیې مهم ټكی او مادې دی .
له طالبانو ډلې سره دافغانستان دسولې دخبرواترو دافغان مديريت پرضرورت ټينګار هم په دغه بيانیې كښې دجدی پام وړ ټكی په توګه ذكر كړی شوی دی .
دايران داسلامی جمهوريت، پاكستان او افغانستان درې اړخيزه غونډه دسيمه په مشكلاتو په تيره بيا په ترهګرۍ او نشه ايزو موادو دغلبې لپاره يو سيمه ايز نوښت ګڼل كیږی چې دداډول غونډو په چوكاټ كښې امنيتی او اقتصادی ملګرتياوې تامينږی .
دايران ، افغانستان او پاكستان د ولسمشرانو غونډه چې دريم پړاو یې په اسلام اباد كښې وشو په افغانستان كښې له ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه له سيمه د وراخوا قدرتونو په تيره بيا دامريكا شتون ته په پام سره ځانګړی اهميت لری .
امريكا او په ناټو كښې دهغې متحدان چې له ۲۰۰۱ ميلادی كال راهسې تراوسه په افغانستان كښې شتون لری نه يوازې نه دی توانيدلی په افغانستان كښې سرزوری ختمه كړی بلكې په سيمه كښې دترهګرو فعاليتونو دلمن دپراخيدا سبب هم شوی دی .
په سيمه كښې دترهګرو ډلو دفعاليت زياتيدا چې ترټولو مهمه پايله یې په افغانستان كښې دخارجی پوځيانو شتون ګڼل كیږی ددې سبب شوی ده چې دافغانستان په خلكو او حكومت سربيره دسيمې نور هيوادونه په تيره دايران او پاكستان په شمول دافغانستان ګاونډی هيوادونه په افغانستان كښې دناټو او امريكا دشتون ددوام په باره كښې اندیښنه څرګنده كړی .
امريكا او دناټو نورو غړيو هيوادونو ژمنه كړی ده چې د۲۰۱۴ ميلادی كال تر اخره پورې په كامل ډول له افغانستان څخه ووځی خو دغه اندیښنه شته چې خارجی ځواكونه دافغانستان دحكومت دكمزورتيا په پلمه خپل ځينې عسكر په افغانستان كښې پاتې وساتی .
په داډول شرايطو كښې په افغانستان كښې دناټو او امريكا دشتون دهر ډول زمينې دله مينځه وړلو لپاره دافغانستان دامنيتی حالاتو دښه كنټرول لپاره دپوځ او پوليسو ځواكونو دتوان او وس زياتول مهم ر ول لری .
بې شكه دايران اسلامی جمهوريت او پاكستان خپلو تجربو او پوځی توان او وس ته په پام سره كولای شی دافغانستان دعسكرو دسنبالو، پياوړتيا او روزنې لپاره دناټو او امريكا دعسكرو ځاې ناستی شی .
له افغانستان څخه له سيمې د وراخوا قدرتونو وتل به دسيمې په حكومتونو او خلكو كښې د عينی او ذهنی امنيت په ستنولو سربيره دهيوادونو دملګرتياو دزياتيدا سبب هم شی چې له دې وړاندې دلويدیځو هيوادونو دلاسوهنې په دليل په ښه حد كښې نه وو .
كارپيژاندی وايی كله چې خارجی عسكر له افغانستان څخه ووځی دګډو ګټو پراساس داړيكو دپراخولو او ترهګرۍ په شمول له ګډو مشكلاتو سره په مقابلې كښې دهيوادونو دملګرتيا لپاره مناسب فرصت رامينځته كیږی او دهغوې امنيتی او اقتصادی اړيكې به دسيمې دغوړيدا او ودې سبب شی .
955140
captcha