IQNA

مليشيا، د اسلامی اقتصادياتو په حقله د دريو كانفرنسونو كوربا

23:40 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300424
نړيواله ډله: د اسلامی اقتصادو په باره كښې درې كانفرنسونه ډېر زر د مليشيا د پيشه وارانه پراختيا او د صنعت د تجارتی صلاح مشورو تنظيم (IBFIM) په همت سره په دغه هېواد كښې جوړیږی.
د ملېشياء د خبری اېجنسۍ (Bernama) په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د مليشيا پېشه ورانه پراختيا او د دغه هېواد د اسلامی مالی صنعت د تجارت د صلاح مشورو تنظمم د ملېشيا د بيمې ادارې (MII) او د دغه هېواد د اسلامی بيمې د اتحادیې په ملګرتيا سره به مليشيا د روان هجری نمريز كال د غوئی مياشتې په دېرشمه نېټه د اسلامی بيمې د دويم كانفرنس كوربا وی. له دې نه دوه ورځې پس به يعنې دغبرګولی د مياشتې په وړومبۍ نېټه به هم د اسلامی خطر پذير خصوصی پانګونې نړيوال څلورم كانفرنس د ملېشيا د خطر پذير پانګونې د اتحادیې (MVCA) په ملګرتيا سره د دوو ورځو په موده جوړ شی.
د همدغې مياشتې په دويمه نېټه به هم د ملېشيا د پېشه ورانه پراختيا او د اسلامی ملی صنعت د تجارتی صلاح مشوره تنظيم او د همدغه هېواد د مالی پلاننګ اتحاديه(IBFIM) به د اسلامی مالی پلاننګ او د سرمائې د مديريت د دويم كانفرنس كورباتوب په غاړه ولری.
د ملېشيا د پېشه ورانه پراختيا او د اسلامی مالی صنعت د تجارتی صلاح مشورو تنظيم په يوې بيانیې كښې وويل چې دغه كانفرنسونه به د اسلامی خطر پذير پانګونې د مهمو مسائلو او د اسلامی بيمې د صنعت او اسلامی پانګونې د ودې د څېړنې لپاره جوړ شی.
980139
captcha