IQNA

په هندوستان كې د ښځو اسلامی پوهنتون افتتاح كیږی

12:51 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302396
سياسی او ټولنيزه ډله: د هندوستان د اترپرديش په فتح پور ښار كې د ښځو اسلامی پوهنتون حـميديه افتتاح وشوه چې پكښې د قران او اسلامی علوم ښوولی شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د ښځو اسلامی پوهنتون حميديه چې د ښځو دينی درسګاه دی د هندوستان د سياسی او مذهبی شخصيتونو په شتون كې ښاغلی شاه مظاهرې افتتاح كړه.
د دې مراسمو او درستو پيل د قران پاك تلاوت سره وشو او پس له دې ښاغلی شاه مظاهری خطاب وكړ هغه په خپل خطاب كې وويل چې مونږ ته نه دی پكار چې د پيغمبر اكرم شريعيت د خپلو نفسانی خواهشاتو په مطابق كړو بلكې د يو حقيقی مسلمان وظيفه ده چې هغه دې خپل نفسانی خواهشات د اسلام په مطابق كړی.
په پای كې د پوهنتون مشر قاسمی ددې پوهنتون د هدفونو او ښوونيز نظام پيژنګلو وكړه او د ملمانو هر كلی یې وكړ او دهغو شكريه یې ادا كړه.
980307
captcha