IQNA

په فنلانډ كې د حضرت بی بی فاطمه زهراء(س) د شهادت مراسم تر سره كیږی

19:20 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2311974
نړيواله ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لور بی بی فاطمه زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت د عزادارۍ مراسم د زيارت په ورځ د اپريل په شپږ ويشتمې نیټی د فنلانډ په «اصحاب الكساء(ع)» امام باړې كې تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز sotaliraq، یې نقلوی چې د فنلانډ مركز او امام باړه «اصحاب الكساء(ع)» په يوې بلنې كې اعلان وكړ چې دا مراسم د زيارت په ورځ د ځای وخت په مطابق ماښام اووه (7) بجې شورو كیږی.
په دې بلنې كې دې امام باړې منتظمينو د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لور د شهادت په مناسبت دولسم امام مهدی عليه السلام ، د شيعه ؤ سترو مجتهدانو او ټولو مسلمانو ته خواشينۍ او تسليت وړاند كړ.
د ويلو ده چې د روايتونو په مطابق د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله ګرانه لور بی بی زهرا د پيغمبر اكرم د رحلت نه پس درې مياشتې وروسته د جمادی الثانی په دريمه نیټه د هجری په يولسم كال په شهادت ورسيده.
چې د بې بې زهراء عمر اتلس كاله ؤ.
993200
captcha