IQNA

كويت د بشری حقوقو په وړاندې يوه قلعه

20:48 - April 26, 2012
د خبر لمبر: 2312622
بين المللی ډله: كويت د عربی مينځنی ختیځ ترټولو آزاد هيواد بللے شو، هغه ځائې چې پكښې ښځې نه يوازې د رائې وركولو حق لری بلكې د پارليمان په انتخاباتو كښې هم شركت كوې شی. په دغه هيواد كښې د خليفه نه پرته په هرڅيز باندې نيوكه كيدې شی خو په هغه كښې بشری حقوق د ولسی غوښتنو مطابق نه دی.
بې له شكه كله چې د بنی خالد قبيلې شيخ د غلو د ذخيره كولو او د مهماتو د كیښودو لپاره د (كوت) قلعه جوړه كړه، دا فكر ئې نه كوۀ چې دغه قلعه به چې په يوه وچه او بيابانی خاوره كښې جوړه شوې ده همهغه كويت جوړیږی چې نن سبا د امريكائی وسلو د كیښودو او د خوړو د موادو د ذخيره كولو ځائې دے.
كويت يا همهغه د كوت قلعه د فارس خليج په شمال لويدیځ كښې څلورديرش لاكه خلكو په آبادۍ سره يو هيواد دے چې نن سبا د اسلامی بيدارۍ له څپې څخه د رامينځته شوې د حق او آزادی غوښتنې د غږ په وړاندې د يوې قلعې په شان دے.
پنځوس كاله مخكښې كله چې انګلستان د كويت حكومت د آل صباح كورنۍ ته وبخښه، د دغه هيواد خلك هم د حكومت له خوا او هم د فارس خليج د سيمې د نورو شيخ نشينانو له خوا د بې رحمۍ او سپكاوی سره مخ شول او د دغه كار څرګند مثال په دغه هيواد باندې د عراق په حمله كښې خلاصه كیږی.
خو نن سبا هغه څه چې په دغه هيواد كښې له هر څه زيات ترسترګو كیږی د ولسی غوښتنې سره د حكومت مخالفت دے چې د حكومت له خوا له ټولو بې عدالتيو، تبعيضونو او فساد څخه ځوريدلو خلكو په اعتصاب يا هړتال او سوله ايزو مظاهرو لاس پورې كړے څو د خپل هيواد د راتلونكی لپاره د اميد او هيلې يوه دریڅه او كړكۍ ومومی. 992939

captcha