د ايران د نړيوال قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، په دې اسلامی بانكدارۍ لومړنی نړيوال كانفرنس كې د اسلامی بانكدارۍ ماهرين ګډؤن كوی او په دې كې د سود بانكدارۍ، پانګوالی او د تجارت مسايل څیړلی كیږی.
د دې كانفرنس د انتظام كوونكی كمیټۍ مشر محمود ترين وويل چې دا دوه ورځنۍ كانفرنس د مئی په اتلسمی او نولسمی نیټی د ځای وخت په مطابق سهار نهه بجې شورو كیږی او ماښام لمانځه پورې به دوام ولری. دې كانفرنس د تر سره كولو مقصد خلك له اسلامی بانكدارۍ مسايلو څخه خبرول دی.
يادونه كوو چې د پاكستان د اسټیټ بانك لومړی ځل لپاره د اسلامی بانكدارۍ كانفرنس تر سره كوی.
1001761