د تهران د كتاب په پنځوېشتم نړيوال نندارتون كښې د ګډون كوونكې ((دارالخېرللقرآن)) خپروونكې موسسې مديد سعيد كاظمی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: د قران شريف دغه نسخه د نندارتون له وړومبۍ ورځې څخه د عربۍ د كتابونو د نړيوال بازار په برخه كښې د ((دارالخېرللقرآن)) خپروونكې موسسې په سټال شمېره 7-Aد عامه خلقو نندارې ته اېښودلې شوې ده.
سعيد كاظمی زياته كړه: د قران شريف د دغې نسخې وړومبنے چاپ په ٨٨ شمېرې سره پنځۀ زره ټوكه دے چې په ((عثمان طه)) خط او د مهدی الهی قمشه ای په ترجمې سره چاپ شوې ده. دغه نسخه ٦١٦ مخونه او هر مخ یې ١٤ كرښې لری.
هغۀ وويل: د دغه قران هديه بې له خصوصی جلده په ٢٥ فيصده رعايت سره په دېرش زره تومانو او له خصوصی جلد سره په شپېتۀ زره تومان هديه كیږی او د قران شريف يوه عطری (خوشبوداره) نسخه هم په دغه سټال كښې د نندارې لپاره اېښودې شوې ده.
هغۀ زياته كړه دارالخېر للقرآن موسسه له څلور كلونو راهسې په ايران كښې فعاليت كوی او دغې موسسې په مختلفو كورنيو او بهرنيو نندارتونونو كښې ګډون كړے دے او سږ كال یې څلور كال دے چې د تهران د كتاب په نړيوال نندارتون كښې ګډون كوی.
هغۀ په اخېر كښې وړانديز وكړ چې زمونږ د هېواد مسئولانو ته پكار دی چې د نړۍ د مسلمانانو د خدمت او د وحی د كلام د تعليماتو او كلتور د لازيات نشر و اشاعت په خاطر دې له هېواد نه بره هم د قران شريف خصوصی نندارتونونه جوړ كړی.
1003029