IQNA

د اسرائيلو د اقتصاد سره د عربی هيوادونو ستره مرسته

22:32 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324998
بين المللی ډله: د كويت «الرأی» نومې ورځپاڼې په يو رپورټ كښې عربی هيوادونو ته د نيواكګر رژيم د مصرفی شيانو د توليد له پراخو وارداتو څخه پرده پورته كړه.
د العالم خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د كويت «الرأی» ورځپاڼې په دې هكله په يو تفصيلی رپورټ كښې چې د نيواكګر رژيم د توليدی شيانو د ډيرو پراخو وارداتو ګناه په عربی هيوادونو كښې د استعمالونكو ښځو په غاړه لویږی، وليكل: د كويت او د نورو عربی هيوادونو ښځې په ناپوهۍ سره د اسرئيلو د اقتصاد حمايت كوی، دا د هغه وارداتی رواج په هكله د تحقيقاتو خلاصه ده چې اسرائيلی اقتصاد پوهان ئې د پردې ترشا ناست دی.
په دغه رپورټ كښې راغلی دی: په دې وروستيو كښې داسې اسناد او مدارك خپاره شوی دی چې له هغو څخه ځينی د يهودو د سټراټيجۍ په هكله په امريكائی مطبوعاتو كښې منعكس شوی دی، په (د يهودو د لاسته راوړنو طلائی دور)) نومی كتاب او په هغو رپورټونو كښې چې د اسرائيلو له خوا خپاره شوی دی، سپارښتنه شوې ده چې د عادی تجارت پرځائې دې الكټرونيكی تجارت زيات كړې شی ځكه چې زياترو عربی هيوادونو په خپلو قوانينو كښې د اسرائيلی محصولاتو او شيانو بائكاټ كړی دی.
خو د دغو بائيكاټونو سره سره د صهيونيسټی ورځپاڼې ((هاآرتص)) د وروستی رپورټ له مخې، د مينځنی ختیځ سيمه په تيره بيا د فارس خليج د څنډې عربی هيوادونه د اسرائيلو لپاره په ډير مهم او د پراختيا په حال كښې بازار باندې بدل شوی دی. 1006680

captcha