IQNA

((ضمير)) د قران دوړومبنی ايت له حفظ څخه ترتثبيت پورې له حافظ سره مل دے

16:37 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325788
د قرانی فعاليتونو ډله: د ((ضمير)) نومېدزدكړې د بستې يا پروګرام مبتكرادعاوكړه چې د يو مدونا ودقيق پروګرام ترلاندې او په نويو اوزارو نو سره یې د اصولی حفظ لپاره يوه پروژه طراحی كړې ده چې د قران د وړومبنيو مخونو له حفظ څخه دكامل قران ترتثبيت پورې به له حافظ سره مله وی
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د زدكړې د مرستې اوزار په هره وسيله چې د زدكړې او يومربی د مضبوطولو لپاره مرسته كوونكی وی او زيات اسان شرائط د موضوعاتو د درك كولو او يادولو لپاره برابروی په دې باندې اطلاق كیږی چې اوزار په زدكړه كښې د خاصومطالبوانتقال هدف ګرځوی. د اوزارو سادګی اوله هغو نه په استفاده كښې اسانتيا د استعمالوونكی لپاره يوزيات مهم ټكےدے.
د قران شريف د زدكړې په تېره بيا د حفظ په بحث كښې د زدكړې كوم اوزار مرسته كوونكی كېدې شی؟ ايا داسې اوزار جوړ كړې شوی دی؟ او يا هم هغه شان پكار دی يوازې له مصحف شريف څخه تلاوت او د ايتونو تكرار د قران شريف حفظ د ټولو لپاره يوازېنۍ لاره وبلو ، ايا په هغه وخت كښې چې د مليونونو حافظانو د تربيت خبره وينو كولې شو ټول چې د استعداد په هره سطحه كښې وی په اوسنۍطريقې سره لارښوونه كړو؟
زياتره حافظان د قران شريف د ترتيل د تلاوت له صوتی كېسټونو او سیډی ګانو څخه چې حتی د ايتونوپينځۀ ځل د تكرار امكان لری د استفادې سپارښتنه كوی. تقريباً شل كاله وشول چې د قران شريف په اكثرو كلاسونو كښې د زدكړې دغه طريقه رائجه ده او د زياترو كسانو لپاره ګټوره هم وه او ده. د غږ خپرېدل د حفظ د مربی لپاره په يومهم اوزار باندې بدل شوےدے.
د ((ضمير)) نومې د زدكړې د بستې يا پروګرام موجد ((مهدی زارعی)) ادعا كړې ده چې د يو مدون او دقيق پروګرام ترلاندې او په نويو اوزارونو سره د اصولی حفظ لپاره يوه پروژه پلان كړې ده چې د قران شريف د وړومبنيو مخونو نه واخلې تركامل تثبيت پورې له حافظ سره مله وی . د قران شريف حفظ اوتثبيت د ضمير نومې د زدكړې د غوټې يا پروګرام له ياد كړې شوېو خصوصيتونو څخه دی. البته حفظ او تثبيت په يو وخت په دغه پروژه كښې مخ په وړاندې ځی.
زارعی دقران خصوصی خبری اېجنسی (اېكنا) د خپل ابتكار د معرفۍ لپاره وړومبنے ځاے وټاكۀ. زارعی دفېزيكس او رياضۍ دبير دے او چې كله به د درس په كلاس كښې له داسې زده كوونكو سره مخامخ شو چې د خپل د قران د درس د يادولو لپاره به اندېښمن وو او هغه څه چې مربی ترې غوښتی وو نۀ شوحفظ كولې نو فېصله یې وكړه چې له هغوی سره مرسته وكړی.
د هغۀ په قول زۀ په دې لټون كښې شوم چې د نورو درسونو په شان د زده كوونكو د مرستې لپاره د زدكړې له اوزارو نه خدمت واخلم خو په دې ډګر كښې د لارښود كتاب نه علاوه بل څه په اختياركښې نۀ وو او بالاخره پينځه كاله مخكښې مې د قران شريف د حفظ لپاره د يو پروګرام تدوينول او ددې كار لپاره د يو اوزار جوړولو فكر راپېدا شو او له فلش او اېم پی تری څخه مې شروع وكړه چې بالاخره په ٨٧ هجری نمريزكال كښې دغه پروژه سرته ورسېده.
يو كتاب چې مخونه یې د ايتونو د مقام له نظره د عثمان طه په خط سره د قران په شان دی ، خو څه ايت پكښې نه دے ليكلے شوے ، د كارډونو فلش او درې ډيوی ډی ګانې چې په دغې بسته كښې په ښكلی انداز كښې جمع شوی دی د ضمير نومې د زدكړې بسته يا پروګرام تشكيلوی.
دغه موجد په اخېر كښې وويل چې هغه د حكومتی مرستې په فكر كښې نۀ دے او دغه سافټ وئير یې په خپل ذاتی لګښت سره تياركړے دے او دغه پروګرام يامحصول د نړۍ د ټولې دنيا د حافظانو لپاره د (( ضمير)) كمپنۍ په نامه د فعاليت په حال كښې دے چې د ډيجېټل قلم نه علاوه یې ټول محصولات په ايران كښې دننه جوړ شوی دی. د قران شريف د حفظ او تثبيت دغه جديد او ماډرن بستې خرڅول له سروش مهر نومې موسسې سره په يوې موافقې سره شروع شوی دی او مينه وال كولې شی د ټيلفون په دې شمېره 00922122868580 باندې تماس ونيسی يا په دې پته باندې رابطه وكړی: تهران ، خيابان پاسداران ، خيابان ګل نبی،پلاك ١٥ طبقه سوم.
1002341
captcha