د سروزرو په خط سره د خطی قران شريف د نړۍ ترټولو لوے كاتب علی رضا بهدانی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په يوه مركه كښې له كال څخه په يو سل او څوارلسو ورځو كښې په اصلی سروزرو سره د ايران د اسلامی جمهوريت د مصحف له كتابت او تذهيب څخه خبرې وركړ.
دسرو زرو په خط د نړۍ د ترټولو ستر خطی قران چې د ايران د اسلامی جمهوريت د مصحف له مخې كتابت شوے دے هره پاڼه یې100 × 70 سنټی میټر اندازه او د په ١١٤ ورځو كښې د كتابت، ١١٤ شپې د تذهيب ،د هرې پاڼې د ١١٤ ګرامه وزن، د كلی ١١٤ كيلوګرامه وزه، دهر مخ سرۀ زر ١١٤ ورقونو، د هرمخ د تذهيب د ګلونو د ١١٤ شمېر، د نقش د ١١٤ اسليمی حركاتو،د ختائی پاڼو د ١١٤ نقشونو ، د شرفونو ١١٤ نقشونو، غوټې وركول ١١٤ غوټو او د ١١٤ ميليون تومان د لګښت په شانه خصوصيتونه لری.
هغۀ له هغه مطلائی قران سره د دې قران فرق چې تېر كال معظم رهبر ته ډالۍ كړے شو دا بيان كړچې مخكښېنے قران د عثمان طه په خط سره كتابت شوے ؤ خودا قران د اسلامی جمهوريت د مصحف په بنياد چې دقران دچاپ او نشر د مركز لخوا تائيد شوے دے كتابت شوے دے. خط یې ساده نسخ، روان او له كمپيوټری نسخ سره نزدے دے او د ايران د مصحف د خصوصياتو په بنياد له يو لړ محدودو اعرابو او علاماتو څخه استفاده شوې ده.
علی رضا بهدانی د ايران په بيرجند ښار كښې د ١٣٥٠ هجری شمسی كال د چنګاښ په ١٢ نېټه زېږېدلے دے او تر اوسه یې د ټول قران شريف ٤٥ ځله د كتابت شرف حاصل كړے دے.هغه د فارسۍ د ادبياتو كارپېژاندے، د خوشنويسۍ ځانګړے سند لرونكے او د محمود فرچيان ، يدالله كابلی خوانساری، محمد حېدری او مرتضی كاتوزيان په شان لوړ رتبه استاذانو څخه هنرزده كړے دے.
دې په ١٣٧٢ كال كښې د هېواد ترټولو دځوان كاتب په توګه وپېژندلے او د قران شريف وړومبنے كتابت یې په ١٣٧٥ كښې په شكسته نستعليق خط سره وكړ.
1052195