د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د عراق له خپلواكه خبری اژانس ايپا یې نقلوی چې د عراق د مسلمان عالمانو جماعت په بيانیې كې وويل چې په ميانمار كې ټوله نړۍ ګوری چې بشری حقوق څه چې حتی انسانيت نور تر پوښتنې لاندې تلی، او بې ګناه ، مظلوم او بې دفاع انسانان په داسې وحشيانه ډول وژل كیږی چې حتی د نړۍ تر ټولو وحشيانه پړاو كې یې هم ساری نه دليدل كیږی، خو دبشری حقوقو مدعيان په تيره بيا امريكا ، انګلستان او لويدیځ ، چپه خوله ناست دی آو تماشې كوی!!!
په بيانیې كې زياته شوی ده چې د ميانمار د بشری حقوقو مدافع چې د لويدیځ له لوری په دې نامه مشهوره شوه يعنې ميرمن سوچی ،هغه هم د دغه د تاريخ د وحشيانه ظلم او د انسانيت د حقوقو د د ښمنانو اقداماتو ته ننداره كوی او هیڅ څه نه وايی.
د عراق د مسلمان عالمانو جماعت په بيانیې كې د ميانمار د مسلمانانو دعام وژلې په هكله د نړيوال جدی غبرګون په نشتون نيوكه وكړه.او زياته یې كړه چې د لويدیځو هيوادونو رسنۍ په ميانمار كښې د مسلمانانو د عام وژلې په نه انعكاس سره هڅه كوی د دغه غير انسانی اقدام په هكله د دنيا د خلكو دغبرګون مخه ونيسی.
د عراق د مسلمان عالمانو جماعت په بيانیې كې دې ته په اشارې سره چې په ميانمار كښې دمسلمانانو عام وژله دخواشينۍ وړ ده ټينګار وكړ كله چې ګورو يوازې څو محدودو هيوادونو په ميانمار كښې دمسلمانانو د وژلې په باره كښې غبرګون ښودلی دی دغه نتيجې ته رسیږو چې نړيواله ټولنه هغو مصيبتونو ته چې دنړۍ په مسلمانانو راوړل شوی دی پام نه كوی.
په تيرو څو مياشتو كښې په ميانمار كښې د بودايانو لخوا په مسلمانانو په تاوتريخجنو حملو كښې په په زرګونو مسلمانان مړه ، ژوبل او كډوال شوی دی.
امريكا، انګلستان ، فرانسه او نور اروپايی هيوادونه چې تل په دروغو دمذهب او بيان دازاۍ ادعا كوی دميانمار د زرګونو مسلمانانو په وژلې چپ دی او هیڅ خبره نه كوی .
1061354