IQNA

د ميانمار غميزه له خپلو عقايدو نه د مسلمانانو د غړولو لپاره د دښمن پلان دے

18:56 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379313
سياسی ډله: د نړۍ په يو ګوټ كښې چې مسلمانان په خپل شرافتمندانه ژوند مشغول دی، دښمنان د هغوی په ځورولو او آزارولو سره غواړی چې هغوی له خپلو عقايدو په واړوی او د ميانمار يا برما بوږنونكې پیښه د دښمنانو يوه طرحه ده.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت د كميشن غړی جواد كريمی قدوسی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ميانمار دمسلمانانو وژلې ته په اشارې سره ووئيل: دغه پیښه په داسې وخت كښې رامينځته شوې ده چې د مينځنی ختیځ په سيمه كښې يولړ مهم بدلونونه رامينځته شوی دی او استكبار په سوريه كښې كړكيچ رامينځته كړے دے او هغه هره ورځ زياتوی او د نړۍ د عمومی افكاری او د مختلفو ټولنو پام د بحران او كړكيچ په دغه مركز باندې متمركزه ده.
دۀ زياته كړه: لويدیځ د نړۍ په عمومی افكارو كښې د غفلت يوه فضا رامينځته كړې ده او په دې شرايطو كښې د ميانمار د دولت او په بين المللی سطحه كښې د هغه د حاميانو سره رابطه د دې سبب شوه چې دغه حكومت د مسلمانانو د وژلو او د مذهبی او نسلی پاكسازۍ لپاره فرصت چمتو ووينی.
د ايران په پارليمان كښې د مشهد د خلكو استازی په دې بيان سره چې د ميانمار يا برما د مسلمانانو په وژله كښې د لويدیځو دولتونو، صهيونسټانو او امريكې لاس دے، ووئيل: په كلی توګه د نړۍ په كچه د مسلمانانو وژله د امريكې، صهيونسټانو او د هغوی د لويدیځو انډيوالانو يوه سټراټيجی ده.
دۀ څرګندونه وكړه: د نړۍ په يو ګوټ كښې چې مسلمانان په خپل شرافتمندانه ژوند مشغول دی، دښمنان د هغوی په ځورولو او آزارولو سره غواړی چې هغوی له خپلو عقايدو په واړوی او د ميانمار يا برما بوږنونكې پیښه د دښمنانو يوه طرحه ده.
د پارليمان دغه غړی د دې ټكی په بيانولو سره چې د لويدیځ چپتيا د ميانمار د دولت د جنايتونو د تائيدولو په معنا ده، زياته كړه: لويدیځ كه چيرې د دغو وژلو مخالف وې نو په تاريخ كښې د ثبتيدو او د نړۍ عمومی افكارو ته د ځواب وركولو لپاره به ئې دریځنيونه كړې وه او د امنيت په شورا كښې به ئې د ميانمار د دولت پرخلاف يو پريكړه ليك تصويب كړے وو خو وينو چې لويدیځ هیڅډول اقدام نه دے ترسره كړے.
1063216


captcha