د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د ولسمشر مرستيال ښاغلي محمد رضا رحيمی وويل ډير زر به د نړۍ هيوادونو ته د اسلامی ايران د حقانيت او د لودیځ واقعی څيره روښانه شی . رحيمی زياته كړه ډير هيوادونه له ويرې او ډار له استكبار سره غږمله شوی خو لودیځ په ايران په بنديزونو لګولو سره په اصل كې خپل ځانته ستونځې او مشكلات جوړوی.
ښاغلي رحيمی د افريقايی هيوادونو په منځ كې تونس د كلتور او تمدن له مخې يو پياوړئ هيواد وباله او زياته ېې كړه د معدن تجارت او صنعت په برخه كې اړيكې ،او د دواړو هيوادونود ملګرتيا د ګډ كميسيون جوړيدل د ايران او تونس د اړيكو د پراختيا لپاره ښه پيليزه ده.
محمد الصابری هم په ايران د لودیځ بنديزونه غير قانونی وبلل او زياته ېې كړه ايران تل په بنديزونو غلبه موندلې او كه زه په هر مقام كې وم د ايران او تونس د اړيكو د پراختيا لپاره به هڅې وكړم.
1064782