په اماراتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مش رسيد محمد حسېن هاشمی د اپران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو له څانګې سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره په اماراتو كښې د ايران د سيال د شتون د زمينې د برابرولو لپاره د اوقافو او خېريه چارو د تنظيم د سياليو د چارو د برخې او د ايران د كلتوری نمائندګۍ له همكارۍ څخه خبر وركړ.
هغۀ وويل د دبۍ انعام نومې سيالۍ د اسلامی نړۍ د قران شريف له ترټولو منظمو سياليو څخه يوه سيالی ده. دغه سيالۍ له عرب سېټ او تايل سېټ په شان متعبرو سټيلائیټ مركزونو څخه خپریږی او همدارنګ د دبۍ د انعام د سياليو په نامه هم په خپلواكه چېنل شروع شوے دےپه ژوندۍ توګه به د دغو سياليو ټوله كاروائی خپروی.
هغۀ زياته كړه د دغو سياليو په ترڅ كښې هر شپه له اسلامی هېوادونو څخه يو وېناوال وېنا هم كوی.
د ويلو ده چې د دبۍ انعام نومې د قران شريف د حفظ د نړيوالو سياليو شپاړسمه دوره د زمری د مياشتې له شپږمې نټې څخه د دبۍ د تجارت او صنعت په مركز كې د دغو سياليو د جوړونكې كمېټۍ په همت سره شروع شوې ده چې د روژې د مباركې مياشتې تر ٢٠ نېټې پورې به دوام ومومی.
1065052