د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((عكاظ)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مراسم د قران د حفظ د نړيوال انجمن په اهتمام سره او د مكې مكرمې د سيمې د امير خالد بن عبدالعزير په شتون سره د سعودی عرب په جده ښار كښې وشول.
په دغو مراسمو كښې د قرانی د خدمت ترټولو لوے نړيوال انعام په مختلفو موضوعاتوكښې انتخاب او معرفی شول. د يمن د قران شريف عالی اكېډيمی په نړۍ كښې د قران شريف د ټولو اوچتې اكېډيمۍ په توګه انتخاب شوه.
په دغو مراسمو كښې د سوډان د قران شريف انجمن د نړۍ د ترټولو اوچت قرانی انجمن په توګه ړ د فرانس قرانی مركز د قران د حفظ د نمونې مركز په توګه، له مقدونیې څخه شېخ محمود اصلانی، د قران د ترټولو غوره معلم په توګه، د شام شېخ محمد كريم راجح د شېخ القراء په توګه او مسن ترين د نړۍ د شېخ القرآن په توګه وپېژندل شول. د مصر د قران شريف نړيوالې سيالۍ د نړۍ د قران شريف د ترټولو لوړو سياليو په توګه انتخاب شوې.
1066854