IQNA

عرب اتحادیې د قران او انجيل په شان كښې د اسرائيلو سپكاوے وغندۀ

23:06 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2395048
نړيواله ډله: عرب اتحادیې نن د زمری د مياشتې په ٢٧ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د دوو يهودی جينكو لخوا د قران بې حرمتی او د اسرائيلو د پارلېمان (كنست) يو غړی لخوا د انجيل مقدس سپكاوے وغندۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د كويت چاپ القبس ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، عرب اتحایې په دغه بيانيه كښې په ابراهيمی حرم كښې د دوو يهودی جينكو په لاسو د قران شريف بې حرمتی او د د غه مقدس كتاب د پاڼو شلول وغندل او وې ويل: دغه سپكاوے د صهيونېسټ مېشته ښاريو د اورپكو يهوديانو لخوا په دينی علماؤ ، جوماتونو باندې د حملو ، د هديرو ، د قدس د كنيسو د ورانولو او په لودیځه غاړه كښې د حملو يادونه كوی.
په دغه بيانيه په دې خبرې باندې حېرانيتيا څرګنده شوې ده چې تر اوسه پورې دغه دوه جينكۍ نۀدی نيولې شوی او اسرائيلی چارواكو دعوا كوی چې په دې اړه تحقيقات شروع دی په داسې حال كښې چې ايراهيمی حرم چرته چې د قران شريف بې حرمتی شوې ده كېمرې لری او څلورېشت ګېنټې د خلكو تګ راتګ او حركات كنټرولوی.
عرب اتحادیې همدارنګ د اسرائيلو د پارلېمان د يو نمائنده مېخائيل بن اری لخوا د انجيل توهين وغندۀ. دغه اسرائيلی نمائنده له دې مخكښې په پارلېمان كښې د مسيحی موسسې لخوا د انجيل د تقسيمولو په غېرګون كښې دغه مقدس كتاب وشلوۀ او د ښځلې په بالټی كښې وغورزوۀ.
مېخائېل بن اری انجيل كتاب يو بې فائدې او فضرل كتاب وبالۀ او ادعا یې وكړه چې دغه كتاب د كليسا لخوا د مذهبی عقائدو د تفتيش د عدالت په جوړولو سره د ميليونونو يهوديانو وژلو ته هڅولی دی.
د عرب اتحایې په بيانيه كښې راغلی دی چې د داسې جنايتونو له عاملانو څخه د صهيونېسټ رژيم ملاتړ او د هغو په وړاندې سترګې پټونې د اسمانی دينونو په مېنځ كښې جنګ جګړې زياتوی.

1080816
captcha