د العالم خبری چينل له قوله د ايران دقرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د تيونس د كلتور او ارشاد وزارت په يوه بيانيه كښې اعلان وكړ: د تيرې پنجشنبې په ورځ د تيونس په ((بنزرت)) ښار كښې په الاقصی نومی سيمينار باندې په وهابی او سلفی بهير پورې د ځينو پيئلو عناصرو او د دغه هيواد په مختلفو سيمو كښې په كانفرنسونو او پروګرامونو باندې له حملو نه وروسته د ارشاد او كلتور وزارت دغه خطرناك خوزښت وغندۀ او هغه ئې د بيان په آزادۍ باندې تيرۍ او د تيونس په ميانه رو او سوله غواړې ټولنې باندې د دغه محدود او تړلی تفكر نفوذ وبالۀ.
دغې وزارتخانې په تيونس كښې له ټولو خواؤ نه وغوښتل چې د داشان افراطی اقداماتو سره مقابله وكړی او د هغو عاملان دې بې له بخښنې راوغواړی.
په همدې لاره كښې د النهضه غورځنګ يو مشهور مشر شيخ عبدالفتاح مورو په تيونس كښې د وهابی افراطی تفكراتو د انتشار او خپرونې لپاره د برنامو په هدايتولو او لارښوونه كښې د ځينو سعودی مبلغانو د اقدام په هكله خبردارے وركړ.
دۀ ووئيل: سعودی مبلغان د تعليمی دورو په ترسره كولو سره هغو ځوانانو ته پيسې وركوی كوم چې په دغو دورو كښې ګډون كوی. 1082979