IQNA

په ملاېشيا كښې په اول ځل د ((حلال مديريت)) ډګری وركول كیږی

20:59 - September 07, 2012
د خبر لمبر: 2406663
نړيواله ډله: په ملېشيا كښې ((مارا يونيورسټی آف ټيكنالوجی) پوهنتون په نظر كښې لری چې په دغه هېواد كښې د حلالو صنائعو په لړ كښې د ((حلال مديريت)) سرټيفيكېټ او ډګری په وركولو سره د دغه كار ملاتړ وكړی او پراختيا ورته وركړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Bernama د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د ملېشيا د مذهبی چارو وزير داتوك سری جميل خېربهارم د دې خبرې په وضاحت كښې وويل: د دې څانګې فارغ التحصيل كسان به د حلالو د صنعت په پراخولو كښې اهم كردار ادا كړی، ځكه چې په دې لړ كښې یې ماهرانه زدكړې حاصلې كړی دی او په نتيجه كښې یې زياته پوهه او معلومات ترلاسه كړی دی.
هغۀ د ٢٠١٢ كال د حلال نړيوال كانفرنس كښې چې وړمه ورځ د وږی د مياشتې په څوارلسمه نېټه وشو په خپله وېنا كښې وويل: د دې څانګې فارغ التحصيلان به همدارنګ په دې باندې هم وسمن وی چې د حلالو د پراختيا د مركز HDC او د ملېشيا د اسلامی پراختيا د تنظيم (جكيم) او د هغو صنائعو چې د حلالو پېداوار په لړ كښې فعاليت كوی ترمېنځ مضبوط تعلقات جوړ كړی.
د يادونې ده چې د يو لړ رپوټونو له مخې اميد دے چې په ملېشيا كښې د حلالو خوراكونو برامدات به د روان كال تر اخېره پورې د تېر كال په نسبت شپږ فيصده زياتوالے پېدا كړی.
1092417
captcha