د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس چې له اطلاع رسولو مركز «Daily Times» یې نقلوی چې د پنجاب ولايت د ښوونی وزير ددې نندارتون په افتتاحی مراسمو كې وويل چې د ټيكنالوژی او د پرمختګ اوزارو راتللو د كتاب لوستلو عادت ډير كم كړې دی حال دا چې زه دا عقيده لرم چې د كتاب ځای هیڅ څيز نشی نيولې ځكه چې د كتاب لوستل انسان ته بصيرت او اګاهی وركوی او د هغه عملی كچه لوړاوی.
هغه همداراز د كتاب لوستلو د كلتور په پراختيا په ټينګار سره وويل چې بايد نوی نسل د كتاب د لوستلو عادت په ځان كې واچوی بيا په تيره د اسلامی كتابونو لوستل.
شجاع الرحمن د خپلې وينا په بلې برخې كې د دهشتګردی له بيخه ختمول د هيواد د پرمختګ لپاره ضروری وګڼل او جوته یې كړه چې له عقل منو او پوهاندو مرسته غوښتل په دې چارې كې بايد په خپلو پروګرامونو كې د پام وړ وګرځوو.
0939591