د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مركز د تركیې د وزيراعظم د مرستيال علی باباجان او د دغه هيواد د پراختيا د وزير جواد ييلماز په شتون سره پرون په انقره ښار كښې افتتاح شو.
علی باباجان په دغو مراسمو كښې څرګنده كړه: مونږ غواړو چې محصولات او سرمائې په آسانه د اسلامی همكارۍ د سازمان په غړو هيوادونو كښې په بهير كښې وی او د وخت په تيريدو سره د دغو هيوادونو ترمينځ سرحدونه او پولې ختمې كړې شی.
دۀ زياته كړه: د تركیې له ټول بهرنی تجارت څخه ٢٨فيصده د دغه سازمان د غړيو هيوادونو سره بڼه نيسی او دغه هيواد د دغو مبادلاتو د زياتولو لپاره كوشش كوی.
د وئيلو ده چې دا مركز د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو تعليمی فعاليتونه په غاړه لری.