IQNA

د سلفيت شدت پسنده ډله د بالكان سيمې لپاره يو ګواښ دے

21:06 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2410000
نړيواله ډله: په بالكان سيمه كښې د يوې مېدانی څېړنې نتائج دا ښودنه كوی چې د بالكان اسلامی ټولنې ته د يوې شدت پسندې ډلې په توګه د سلفيت داخلېدل په دغه سيمه كښې د سوله ايز ژوند كولو لپاره يو ګواښ ګڼل كیږی.
د سلفيت شدت پسنده ډله د بالكان سيمې لپاره يو ګواښ دے
نړيواله ډله: په بالكان سيمه كښې د يوې مېدانی څېړنې نتائج دا ښودنه كوی چې د بالكان اسلامی ټولنې ته د يوې شدت پسندې ډلې په توګه د سلفيت داخلېدل په دغه سيمه كښې د سوله ايز ژوند كولو لپاره يو ګواښ ګڼل كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د albinfo په نقل سره رپوټ وركړ، په بالكان سيمه كښې د يوې مېدانی څېړنې نتائج دا ښودنه كوی چې د بالكان اسلامی ټولنې ته د يوې شدت پسندې ډلې په توګه د سلفيت داخلېدل په دغه سيمه كښې د سوله ايز ژوند كولو لپاره يو ګواښ ګڼل كیږی. او سلفيان د البانیې د مسلمانانو، كېتولېكانو او ارتوډوكسانو ترمنېځ د اختلافاتو رامنځته كولواو نفرت د لمن وهلو لپاره كافی اوزار لری.
مذهبی شدت پسندی او تندلاری د دنيا د نړيوالې ټولنې لپاره يو بنيادی اندېښنې باندې بدله شوې ده او داسې ډول شدپسندعناصر د لويدیځی بالكان په تېر بيا په كوزوو سيمه كښې له نښتونه وروسته راپېدا شوی دی.
وروستۍ پېښې دا ښودنه كوی چې په غربی بالكان كښې د سلفيت او وهابيت پراختيا د سيمې د امن وامان لپاره په يو ګواښ باندې بدلېدې شی. د سلفيت ډله د ١٩٩٩ كال له جنګ نه پس د ځينومذهبی تنظيمونو لخوا رامنځته شوه او په ٢٠١١ كال كښې دوو ناپېژندل شويو كسانو په پرېشتينا كښې د يهوديانو د قبرونو بې حرمتی وكړه چې د پوليسو وياندوے وويل له تحقيقاتو نه پس دامعلومه شوه چې دغه كار وهابيانو كړے دے.
په تېرو هفتو كښې د پوليسو رپوټونه دا ښودنه كوی چې د كوزوو د اسلامی جمعيت دكاركنانو په خلاف زياتې حملې ترسره شوې دی چې پكښې ځينې حملې د كوزوو د جوماتونو په امامانو باندې شوی دی. چې دا عمليات په دغه سيمه كښې د شدت پسندو وهابيانو او سلفيانو د ډلې د فعاليتونو د زياتېدو ښودنه كوی چې په نزدې راتلونكو وختونو كښې د كوزوو د اسلامی ټولنې لپاره يو لوے ګواښ ګڼل كېدې شی.
1094663
captcha