IQNA

د فجر په نامه د فيشن او لباس بين المللی نندارتون ترسره كیږی

20:55 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2410006
ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت د هنری چارو مرستيال د رسنيو د خاوندانو سره په يوه ناسته كښې د فيشن او جامې د نندارتون د اعلانولو په ترڅ كښې چې د لړم په مياشت كښې په تهران كښې ترسره كيدونكے دے، اعلان وكړ: د الهی او انسانی ارزښتونو قدرونه د لړم په مياشت كښې د فيشن او لباس د ترسره كيدونكی نندارتون له محورونو څخه دی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د فيشن او جامې د نندارتون خبری ناسته د اسلامی كلتور او ارشاد د هنری چارو د مرستيال او د فيشن او لباس د نندارتون د پلانونكې كاری ډلې رئيس حميدشاه آبادی په شتون سره وړمه ورځ ترسره شوه.
په دغه خبری ناسته كښې شاه آبادی څرګنده كړه: مونږ د ښځو د جامې، پيژندنې او د ايرانی ميرمنو د ډولو سليقو د تامينولو په ډګر كښې د يوستر ډګر په لټه كښې يو.
دوی د فيشن او لباس د كاری ډلې سره د دينی تكړه كارپوهانو د اوو تنو طراحانو او ډيزائنرانو همكارۍ ته په اشارې سره ووئيل: دغه كارپوهان د ډيزاينونو د اسلامی والی معيار څیړی څو يو ماډل او ډيزاين د توليد مجوز ترلاسه كړی. 1094819
captcha