IQNA

د عراق په زرګونو شيعه مسلمانانو په نجف او كربلا ښار كې د اسلام ضد فيلم پرخلاف مظاهرې وكړې

14:27 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411048
نړيواله ډله: د عراق په زرګونو شيعه مسلمانانو د امريكا د اسلام ضد فيلم پر خلاف د دې هيواد په كربلا معلی او نجف اشرف سپیڅلی ښارونو كښې مظاهرې وكړې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عراق له خبری اژانس نون یې نقلویې چې د عراق د يوه مذهبی مشر مقتدا صدر په زرګونو پلويانو نن په نجف اشرف سپیڅلی ښار كښې د امريكا لخوا د جوړ فيلم پرضد چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم سپكاوی پكښې شوی دی مظاهرې وكړې.
د عراق مظاهره چيانو چې امنيتی ځواكونو كلا بند كړی وو د امريكا او اسرايلو پر ضد شعارونه وركړل.
د عراق مذهبی مشر مقتدا صدر په يوې بيانیې كښې د عراق په حكومت غږ وكړ چې د امريكا سفير احضار كړی او عراق ته د امريكا د مسولانو او ښاريزو په ورتلو بنديز ولګوی.
د عراق مقتدا صدر دغه راز د ټولې دنيا له عيسايانو وغوښتل چې د امريكا لخوا جوړ فيلم او اسلام ته سپكاوی وغندی.
د امريكا لخوا د اسلام پر ضد جوړ فيلم په ليبيا كښې خلك سخت غوسه كړی چيرې چې د امريكا د سفير په شمول څلور امريكايان هغه وخت ووژل شول كله چې خلكو په بنغازی كښې د امريكا په كونسلګرۍ حمله وكړه.
په ايران اسلامی جمهوريت كښې هم دامريكا لخوا جوړ فيلم پرضد مظاهرې شوی او د ايران خلكو په كلكه د اسلام ګران پيغمبر ته سپكاوی په كلكه غندلی دی.
په مراكش، سوډان، مصر ، تيونس او يمن كښې هم د امريكا د فيلم پرضد مظاهرې شوی دی.
دغه راز د يمن مظاهره چيانو نن لنډ شان د امريكا سفارت ونيوه او په مصر كښې هم خلكو نن د امريكا په سفارت كاڼی وويشتل.
په يمن كښې نن د امريكا د سفارت د باندې د مظاهرو په وخت يو مظاهره چی د پوليسو په ډزو لګيدلی او وژل شوی او پينځه (۵) نور مظاهره چيان ژوبل شوی هم دی.
1097644
captcha