د دولت د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د علی اكبرصالحی د ليك ځينې برخې داسې دی:
جناب ښاغلی بان كی مون
د ملګرو ملتو د سازمان محترم سترسكتر
جناب عالی! زۀ بنده په ډيرې خواشينۍ او ژور تاثر سره دا ليك تاسو ته ليكم ځكه چې په لويدیځ كښې د ځينو ټولنو، ډلو او شخصيتونو لخوا په اسلام باندې د حملې د ناسم چلن د دوام په نسبت سخته اندیښنه او كركه لرم. د اسلام په نسبت د سپكاوی وروستې مورد د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) په هكله د ډير سپك فلم په خپريدو سره ترسره شو.
دغه له سپكاوی نه ډك فلم نه يوازې د ټولې نړۍ د ميليونونو مسلمانانو د احساساتو د خوږمنيدو سبب شوے بلكې د نورو دينونو د منونكو ترمينځ هم د مذهبی نفرت او كركې د اور د غرغنډه كيدو باعث وګرځيد.
زۀ باوری يم چې د اسلام او اسلامی مقدساتو په تيره بيا د قرآن مجيد او د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) پرخلاف داشان اقدامات د كركه راپارونكو جنايتونو يا د (hate crime) مصداق دی چې بلآخره د تاؤتريخوالی سبب كیږی.
داسې ښكاری چې د نړۍ په يوشمير په ګوته شويو سيمو كښې د كركې او تاؤتريخوالی د حس راپارول د اړوند حكومت په رضايت او د دغو كارونو د ترسره كونكو پرخلاف د مناسب اقدام په نشتوالی سره هڅول كیږی.
پكار دی چې د دينونو پرخلاف د سپكاوی كونكو اقداماتو ترسره كونكی د محاكمې ميز ته راكاږل شی څو د خپلو غيرمسئولانه اقداماتو ځواب وركړی.
تاسو د ملګرو ملتو د عمومی منشی په توګه چې د دغه سازمان اصلی هدف د ولسونو ترمينځ د سولې او دوستۍ ټينګول دی، د كركه راپارونكو اقداماتو د منفی تاثيراتو په هكله د نړۍ د عمومی افكارو په اصلاح كښې يو دروند مسئوليت په غاړه لرئ. 1101004