د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، پرون د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه په جنيوا كښې د بشری حقوقو د شورا د غونډې له جوړېدو سره په يو وخت مختلفو بحرينی ډلواو موسسو په خپل هېواد كې د موجودو حقائقو د بيانولو لپاره د هغو قربانيانو او كسانو د تصويرونو چې د آل خليفه د رژيم د ځپلنې له كبله شهيدان شوی او يا سخت ژوبل شوی دی د يو نندارتون په جوړولو سره كوشش وكړ.
نندارې ته په اېښودل شويو تصويرونو كښې كوشش شوے دے چې د واكمن رژيم د چټی ادعاګانو په خلاف په بحرېن كښې موجود حقائق د ملګرو ملتو د مسئولانو او عامو ذهنونو كښې څرګند كړې شی.
د آل خليفه د رژيم چارواكی او مسئولان په داسې حال كښې په دغه غونډه كښې د ګډون لپاره جنيوا ته لاړ دی چې زياتره شخصيتونه او مخالف مشران په جېلونو كښې پراتۀ دی او نورو يو شمېر ته هم له هېواد نه د بهر وتلو اجازه نۀ وركوی.
د بشری حقوقو د شورا په وړومبنۍ غونډه كښې چې څو مياشتې مخكښې جوړه شوه د ملګرو ملتو د تنظيم خصوصی رپوټر د حقوقو د حالت په اړه يو رپوټ وړاندې كړ او د آل خليفه رڅيم ته اعلان كړے شو چې په غونډه كښې بڼه نيول شوې سپارښتنې وڅېړی او د اجرا كولو لپاره یې كوشش وكړی.
په تېره غونډه كښې د بحرېن حكومت ته تقريباً ١٧٠ سپارښتنې وشوې چې د آل رژيم خليفه مدعی شو چې ١٥٠ سپارښتنې یې عملی كړې دی.
د آل خليفه رژيم د دغه هېواد د ولسی انقلاب له شروع څخه سوله ايز ولسی اعتراضونه د ساچمه ای وسلو، د زهرجنو او وژونكو ګېسونو لرونكو بمونو په شان منعې كړې شويو وسلو سره هدف ګرځوی.
1102292