IQNA

د ايران د معنوی فلم فيسټوال په هندوستان كښې ترسره كیږی

20:35 - September 22, 2012
د خبر لمبر: 2417166
هنری ډله: د اسلامی او ايرانی فلمونو فيسټوال د هنری اثارو نندارتون، د هندوستان په اترپرديش ولايت كښې د لكهنو د ادبياتو پوهنځای په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، دا فيسټوال او د هنری نندارتون د جمعې له ورځې د د هغه ځای په درې بجې د دې ښار د غونډو په ځای (مالويه) كښې د پوهانو، استاذانو او فارسۍ ژبې د محصلانو په ګډون سره شورو كیږی او روانې مياشتې تر سې شنبې پورې به دوام ولری.
د فيسټوال د پرانستو په پروګرام كښې د دې ښار مشهور قاری متين د قران تلاوت وكړ او بيا د لكهنو د پوهنتون مشر "مشرا" وينا وكړه، هغه وويل: تاريخی شهادتونو ته په پام د ايران او هندوستان د اړيكو زوړوالې ډېر زيات دی.
هغه زياته كړه: په دې پوهنتون كښې د اسلامی او ايرانی فلمونو فيسټوال د هنری اثارو نندارتون په ترسره كيدو ډير خوشحال دی.
همدارنګ د فارسۍ، اردو او عربۍ د پوهنتو مشر، انيس انصاری د دې فيسټوال په ترسره كيدو د خوشحالۍ څرګندونه وړه او ویې ويل: د لكهنو پوهنتون د صحيح فارسی ژبې د زده كړې لپاره له جامعه المصطفی العالميه د مرستې غوښته كوی.
1103972
captcha