د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د آئېسسكو د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،په دغو مراسمو كښې به د فرانس او نورو هېوادونو ګڼ شمېر سياسی، علمی او مذهبی شخصيتونه په تېره بيا د فرانس وزيراعظم، د كورنيو چارو وزير، د يورپی يونين عمومی سېكتر، د يورپی شورا عمومی سېكتر، د آلزاس صوبې ښاروال و د اسلامی هېوادونو د مذهبی چارو او اوقافو ګڼ شمېر وزيران ګډون وكړی.
له دې سره سره چې په سټراسبورګ ښار كې زيات جوماتونه موجود دی د دغه ښار دغه لوے جومات د دغې سيمې د مسلمانانو يوازېنے خصوصی مكان دے، ځكه چې د دغه ښار نور جوماتونه هغه ودانۍ دی چې ورته د مسلمانانو د ضرورياتو مطابق بدلونونه وركړې شوی دی.
دغه ستر جومات چې د يو زر پينځو سوو نمونځګزارو ګنجائش لری يو ٢٤ میټره ګنبد لری.
سبا به د افتتاح دغه مراسم په فرانسوی او عربۍ ژبو جوړیږی
1106543