IQNA

د ملی ورځې په موقع له ولسی پاڅونونو څخه د سعودی چارواكو اندېښنه

20:01 - September 28, 2012
د خبر لمبر: 2421454
نړيواله ډله: د سعودی عرب يو شمېر دينی او قضائی چارواكو د دغه هېواد د ملی ورځې د مراسمو په موقع له پراخو اعتراضونو څخه د خپلې اندېښنې څرګندونه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، په داسې حال كښې چې په سعودی عرب كښې دهر ډول مظاهرې او جلسې جلوسونه منعې دی، د دغه هېواد د ملی ورځې د جشن په درشل كښې د سعودی عرب مذهبی، سياسی او قضائی چارواكی اندېښنه لری چې هسې نه د دغې ورځې مراسم په پراخو ولسی اعتراضونو باندې بدل شی.
د سعودی عرب د عالمانو د شورا مشر او مفتی شېخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشېخ په دغه ورځ باندې د هر ډول مظاهرو او تاوتريخوالو په اړه خبردارې وركړ او وې ويل چې د مظاهرو او اجتماع ګانو په ځاے د خداے شكر وېستل پكار دی چې مونږ ته یې د دې هېواد نعمت را په برخه كړ. او په دې موقع د هر ډول مظاهرې او تاوتريخوالی كول د نعمت كفران، په زمكه كښې فساد اود خداے او واكمنانو نه د بغاوت په معنا دی.
د علماو د شورا او قضائی ادارې غړی علی بن عباس الحكمی وويل: د سعودی عرب د ملی ورځې په موقع خوشحالی پكار ده خو د هغۀ په قول له ګډوډۍ نه پكار دی ډډه وشی.
د سعودی عرب مشهور وهابی شخصيت او د دغه هېواد د پوهنتون استاذ صالح السدلان هم په سعودی عرب كښې ولسی احتجاجونو ته په اشارې سره وويل: څوك چې د ملی ورځې په موقع د هرج مرج او ګډوډۍ پېدا كولو كوشش كوی هغه كسان دی چې د ملك خېر او صلاح نه غواړی او د ملك د تباهۍ په لټه كښې دی.
د يادونې ده چې د سعودی د شيعه مېشته صوبې قطيف درې تنه شيعه مسلمانان د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم په خلاف د احتجاج په تور درې كاله جېل او درې درې سوه كوړې وهلو باندې محكوم كړل. سعودی چارواكو د دغې ګستاخۍ په خلاف په هر ډول مظاهرو باندې په بنديز سره هغو ته د بغاوت او ګډوډيو نوم وركړے دے. خو د دې باوجود د سعودی په ختیځو شېعه مېشته سيمو كښې د قدرمن پېمغبر (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په خلاف احتجاجونه دوام لری.
1106492
captcha