IQNA

دښمنان له شيعه اوسنی څخه په ويرولو، دمسلمانانو د يووالی مخنيوی كوی:

12:41 - October 27, 2012
د خبر لمبر: 2438358
دښمنانو داسلامی فرقوترمنیځ فتنواچونې ته مخه كړې اوله شيعه اوسنی څخه د ويرولو په دسيسې سره داسلامی امت داتحادمخنيوی كوی دحج په مناسبت دنړۍ دحاجيانو په نامه داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آيت ا....العظمی سيد علی خامنه ای دپيغام بشپړ متن په پښتو ژباړه ستاسو درانه حضر ته وړاندې كوو) بسم الله الرحمن الرحيم. الحمد لله رب العالمين و صلوات الله و سلامه علی الرسول الاعظم الامين و علی آله المطهرين المنتجبين .
و صحبه الميامين. له بركت او رحمت ډك د حج موسم راورسيد او يو ځل بيا هغه نيكمرغه كسان چې په نورانی ميعاد كې یې د حاضريدو شرف لاسته راوړی ، له الهی فيضه خړوبیږی. دلته زمان او مكان ، هر يو حاجی د خپل معنوی او مادی ژوند لوړاوی ته بلی. دلته هر مسلمان سړی او ښځه، په زړه او هم په ژبه د صلاح او ژغورنې په لور د لوی خدای بلنې ته لبيك وايی. دلته هر يو كس فرصت مومی چې د ورورۍ ، يو رنګۍ او پرهيزګارۍ مشق و كړی. دا د د ښوونې او روزنې كيمپ دی؛د اسلامی امت د يووالی ، ستر والی او ډول ډول والی نندارتون دی. ؛ له شيطان او طاغوت سره د مقابلې ځای دی. حكيم او قدير خدای دا داسې ځای ګرځولې چې مومنان به پكې خپلې ګټې ووينی. كه مونږ د عقل او عبرت سترګې پرانيزو دا اسمانی وعده زمونږ د ټولنيز او وګړنيز ژوند په ټولو اړخونو كې صادقیږی. د حج د شعايرو ځانګړتيا د دنيا او اخرت او د وګړی او ټولنې سره اخښل دی. خالصه او پرتمينه كعبه، په يو ابدی او كلك چورليز د جسمونو اوزړونو طواف، د يو پيل او پای تر مينځ منظم او دوامداره هاند، د عرفات او مشعر ډګرونو ته په ګډه كوچ او هغه ماحول او فضا چې زړونو ته په دغه لوی محشر كې تاندوالی وربخښی؛ د شيطان له بيلګو سره د مقابلې لپاره د ټولو هڅه، او له هر ځای ، هر رنګه او هر ډول كسانو په يو ځای ګام پورته كول، دا ټولې دستورې چې له رازونو، معناګانو او د هدايت له نښو ډكې دی د دغه معنادارې او محتوا دارې دندې خاصې ځانګړتياوې دی. دغه شان دستورې دی چې هم زړونه د خدای له ذكر پيوندیږی. او هم د انسان د زړه خلوت د تقوا او ايمان په نور رڼا كوی. هم انسان د ځان منمۍ له حصاره راوباسی او د اسلامی امت په متنوعې غونډې كې یې شاملوی؛ هم د پرهيزګارۍ جامه چې دګناه له زهرجنو غشيو د انسان د روح زغره ده وراغوندی.، هم په شيطانانو او ظاغوتيانو د يرغل روحيه په هغه كې پيدا كوی.؛ دلته ده چې حاجی، هم د اسلامی امت د پراختيا يوه بيلګه د سر په سترګو وينی او په وړتياوو اوسونو یې پوهیږی او هم راتلونكی ته هيله منیږی.؛ او هم پكې د رول لوبولو لپاره ځان تيار محسوسوی؛ او هم كه د خدای توفيق او مرسته ورسره مله شی له عظيم الشان پيغمبر سره بيعت تازه كوی اوله عزتمن اسلام سره كلك تړون كوی. او د خپل ځان او امت د اصلاح او د اسلام د سرلوړۍ لپاره په ځان كې اوسپنيز هوډ پيدا كوی. دا دواړه يعنې د ځان اصلاح او د امت اصلاح، نه ختميدونكې فريضې دی او لارې چارې یې د تدبر او تامل د خاوندانو لپاره په دينی دندو كې په ځيرتيا او له بصيرت او عقله په كار اخستلو سره، ګرانې نه دی. د ځان اصلاح له شيطانی هوسونو سره له مبارزې او له ګناه د ډډه كولو په كوشش سره پيل كیږی، او د امت اصلاح د دښمن او د هغه د نقشو او چلولونو په پيژندلو، د هغه د چلونو، ګوزارونو او تربګنيو د شنډولو لپاره په هڅو، او هاله بيا د ټولو مسلمانانو او مسلمانو ولسونو د زړونو، لاسونو او ژبو په پيوند سره حاصلیږی. د وخت په دې ټپال كې، د اسلامی نړۍ هغه لويه مسئله چې د اسلامی امت له برخليك سره ګنډلې ده، د افريقا په شمال او په جزيرة العرب كې انقلابی پیښې دی چې تر اوسه پكې څو فاسد او د امريكا تابع او د صهيونزم ملګری رژيمونه نسكور شوې او دغه شان نور رژيمونه یې په لړزا كړې دی. كه مسلمانان دغه لوی فرصت له لاسه وركړی او له هغه د اسلامی امت د اصلاح په لاره كې كار وانه خلی، لوی تاوان به یې كړی وی. اوس د دغه لويو اسلامی حركتونو د بې لارې كولو لپاره د تيری ګر او مداخله ګر استكبار ټول زيار په كار اچول شوی دی. په دغو لويو پاڅونونو كې مسلمان سړی او ښځې د واكمنانو د ظلم او د امريكا د واكوالۍ په خلاف چې د ولسونو د سپكاوی او ذلت، او له جنايتكار صهيونسټ رژيم سره د هم تړونۍ لامل شوې وو، پاڅيدلې دی. دوی د مرګ او ژوند په دغه مبارزه كې د خپلې ژغورنې عامل اسلام او دهغه ژغورونكې تعليمات او شعارونه وګڼل او دا یې په لوړ غږ ټولو ته ورسول. د فلسطين له مظلوم ولسه دفاع او له غاصب رژيم سره مبارزه یې دخپلو غوښتنو سرټكی وګرځول. د مسلمانو امتونو په لور یې د دوستۍ لاسونه وغځول او د اسلامی امت د اتحاد غوښتنه یې وكړه. دا په هغو هيوادونو كې د ولسی پاڅونونو اساسی ستنې دی چې په وروستيو دوو كلونو كې یې د ازادۍ او اصلاح بيرغ رپولی او په خپل ټول وجود سره د انقلاب ډګر ته راوتې دی . او همدا دی چې د لوی اسلامی امت د اصلاح اساسی ستنې ټينګولی شی. د دغه اساسی آرونو په سر ټينګ ودريدل، په دغو هيوادونو كې د ولسی پاڅونونو د اخری كاميابۍ لازم شرط دی. دښمن په دې پسې دی چې همدغه اصلی ستنې ولړزوی . د امريكا او ناټو او صهيونزم فاسد ګوډاګی له ځينو غفلتونو او سطحی نظرونو په استفادې سره هڅه كوی د مسلمانو ځوانانو سيلابی حركت بې لارې كړی او هغوی د اسلام په نامه په يو بل ورواچوی. او استعماری ضد او صهيونسټ مخالفه جهاد د اسلامی نړۍ په كوڅو او واټونو كې په ړندې ترهه ګرۍ بدل كړی.، چې د مسلمانانو وينه د يو بل په لاس په ځمكه توی شی او د اسلام دښمنان له بندون او مشكله راووځی او اسلام او مجاهدان یې بدنامه او بدرنګه وبریښی. هغوی د اسلام او اسلامی شعارونو په ختمولو كې له نهيلۍ وروسته اوس د اسلامی فرقو تر مينځ فتنه جوړولو ته مخه كړې او له شيعه او سنی د يو بل د ويرولو په دسيسې سره د اسلامی امت د اتحاد په لاره كې خنډونه جوړوی. هغوی په سيمه كې د خپلو ډوډی خورو په مرسته په سوریې كې لانجه جوړوی چې د ولسونو ذهنونه دخپلو هيوادونو له مهمو مسئلو او هغو خطرو چې ورته په كمين كې غلې دی ، وغړوی او هغه خونړۍ لوبې ته یې چې په خپله یې جوړه كړې، واوړی. په سوریې كې داخلی جنګ او د يو بل په لاس د مسلمانو ځوانانو وژله هغه جنايت دی چې د امريكا او صهيونزم او دهغوی د تابعو دولتونو په وسيله پيل شوې او پوكې وركول كیږی. څوك باور كولی شی چې په مصر ، تيونس او ليبيا كې د ديكتاتورانو ملاتړی دولتونه اوس د سوریې د ولس د ولسواكۍ غوښتنې پلويان شوې دی ؟ د سوریې كيسه له هغه حكومته د غچ اخستلو لوبه ده چې درې لسيزې په يوازې سر دغاصبو صهيونسټانو په وړاندې ودريده او په فلسطين او لبنان كې یې د مقاومت له ډلو دفاع كړې ده . مونږ د سوریې د ولس پلويان او په دغه هيواد كې د هرې بهرنۍ لاسوهنې او لمسونې مخالف يوو. په دغه هيواد كې هر ډول سماوی بايد په خپله د ولس په لاس او پوره په ملی طريقو سره وشی. دا چې نړيوال سلطه غواړی په سيمه كې د خپلو لاس پوڅو دولتونو په مرسته په يو هيواد كې په مختلفو پلمو شخړې جوړوی او بيا د بحران د شتون په پلمه په هغه هيواد كې د ځان لپاره هر ډول جنايت روا ګڼی ، يو لوی خطر دی چې كه د سيمې دولتونه ورته پام ونه كړی بايد له دغه استكباری چله د خپل لمبر رارسيدلو ته په تمه اوسی. ای زما وروڼو او خويندو! د حج ورځې د اسلامی نړۍ په لويو پیښو كې د ژور فكر او سوچ ورځې دی . د سيمې د انقلابونو برخليك او هغه هڅې چې له دغو انقلابونو زخم خوړلو قدرتونو د هغو د بې لارې كولو لپاره روانې كړی په ټولو فكر پكار دی. د مسلمانانو په مينځ كې د اختلاف اچولو لپاره خائنانه هڅې او د ايران د اسلامی جمهوريت او د تازه راپاڅيدلو هيوادونو په مينځ كې د بدګمانيو جوړول، د فلسطين مسئله، د مبارزانو د څنډې ته كولو او د فلسطينی جهاد د غلې كولو كوششونه، د لويدیځو دولتونو اسلام مخالفه تبليغات او د لوی پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم په پاك شان كې له سپكاوی كوونكوی څخه دهغوی ملاتړ؛ د كورنيو جنګونو او د مسلمانو هيوادونو د ويشلو لپاره زمينه جوړول، له لويدیځو سلطه غواړو سره له مقابلې د د انقلابی ولسونو او دولتونو ويرول او د دې وهم او خيال القاء كول چې د هغوی راتلونكی يوازې د دغو تيری ګرو په وړاندې په تسليميدو كې دی ... او داسې نور حياتی او مهم مسايل، په هغو مهمو قضاياوو كې شاملیږی چې د حج په فرصت او ستاسو حجيانود غږملتيا او يو زړه والی په سيوری كې ورباندې ژور فكر او غور وشی. بيشكه د خدای هدايت او مرسته به د امن او سلامتيا لارې ، هڅاندو مومنانو ته وښيی. « والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا» والسلام عليكم و رحمة الله وبركاته . سيد علی خامنه ای د ۱۳۹۱ كال د تلې د مياشتې ۳۰، د ۱۴۳۳ كال د ذی الحجې پينځمه نیټه.
captcha