د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وزارت له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی وويل د مسلمانانو په باورونو حملې او سپكاوې په داسی حال كې دی چې، د اسلام د دين د آسمانی تعاليمو پر اساس د بشر درست اعتقادات او دينونه د درناوی او ارزښت وړ دی او هیڅ څوك او ډله د نورو باورونو ته د سپكاوې حق نلری.
د ايران خارجه وزير همدغه راز، په تهران كښې د ناپيلې غورځنګ سرمشريزې ته اشاره وكړه او ویې ويل د دغه سرمشريزې د پائيزې بيانیې په څلورمه ماده كښې ټينګار شوی، د بشری حقوقو مسئلې بايد د ملګرتيا او رغنده رودو له مخې په عادلانه ډول له انتخابې چلنده او سياسی ملاحظاتو ليرې په پام كښې ونيول شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی هيله وښوده بشری حقوق له شعاره ووځی او شعور ته لاره ومومی او بشری كرامت هم له خبرو مرام ته ورسیږی چې په دې هكله د ايران اسلامی جمهوريت د اسلام په آسمانی تعاليمو، د ايران په كلتوری ارزښتونو او د ناپيلې غورځنګ د لوړوږ هدفونو په تكیې سره د بشری حقوقو لوړو هدفونو ته د رسيدو لپاره خپلی درستې هڅې كارولی او د متفكرانواو نظر خاوندانو له نوښتونو او وړانديزونو هركلی كوی.
1135841