د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د مجلس شورای اسلامی مشر علی لاريجانی، نن د مرغومی د مياشتې د څرګندې جلسې په څنګ كښې، د جامعةالمصطفی(ص) العالميه د نندارتون افتتاح سره سم د دې نندارتون ليدنه هم وكړه.
د دې ګزارش مطابق جامعةالمصطفی(ص) العالميه د قم د علمی حوزې د څو سوه كاله تجربې په ملاتړ سره د عالمانو او د قرانی هدايت بيرغوالو او د اسلامی تمدن پوهانو او اوسنی نظريه پردازوانو د روزنې لپاره د اسلامی انقلاب له بری څو كاله پس جوړ شو.
دا علمی نړيوال مركز د الهی معارفو د تږو ځوابونه او د اسلامی نظريو د پراختيا لپاره يو نوې پاڅون دی چې غرض یې د مجتهدانو، څیړونكيو، استاذانو او نيكو او متعهدو تبليغيانو روزنه او د قرانی ژور تفكر بيانول او د داسې اسلامی نظريو پراختيا چې په محمدی(ص) خالص تفكر باندې ولاړه وی.
تراوسه پورې په دې مركز كښې له 103 هيوادونو 41000 محصلان قبول شوی دی چې 16000 كسان یې له بيلا بيلو مقطعو فارغ التحصيل شوی او په خپلو هيوادونو كښې په علمی، كلتوری او څیړنيزو چارو بوخت دی.
دې وخت 25000 خويندې روڼه په جامعةالمصطفی كښې په علم زده كړې بوخت دی چې له دې 10000 كسان په ايران كښې او 15000 كسان د جامعةالمصطفی (ص) په بهرنيو هيوادونو كښې په نورو ښاخونو كښې په علم زده كړې بوخت دی.
1166870