IQNA

د اسلامی ايران حكومت به د حضرت امام خمينی د تفكر په لاره كې هیڅ هڅه ونه سپموی

23:11 - January 30, 2013
د خبر لمبر: 2488829
سياسی ډله: د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن دارواښاد امام له آئیډياؤسره پر وفادارۍ په ټينګار سره وويل په حكومت كې دملت خادمان به په هغه لاره او تفكر كې چې حضرت امام خمينی دهغو لپاره انځور كړی هیڅ هڅه ونه سپموی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر نن د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمينی په سپیڅلی حرم كې په شتون سره يو ځل بيا له ارواښاد امام سره خپل بيعت نوی كړ او زياته ئې كړه حضرت امام له آسمان،نبيانو او احياكونكو څخه يو غوره شخصيت او داسلام دګران پيغمبر دټولو نبيانو د لارې ته دوام وركونكی دی . هغه زياته كړه امام خمينی يوداسې شخصيت ؤ چې له ّځانه تير شوی اوخدای ته رسيدلی ؤ وويل ، دامام خمينی ټول وجود دبشريت لپاره عشق او مهربانی ؤ
ډاكټر احمدی نژاد ددې خبرې په كولو سره چې امام خمينی دمستقيمې الهی لارې ځلا وه او هغه لاره چې ئې پيل كړې ، نن سبا په الهی فضل او ددښمنانو له ټولو پلانونو اودسيسو سره سره په ايران او نړۍ كې لاروښانه ،شفافه او ولولناكه وه
د اسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه دامام بزرګوارزړه او نبض له خلكو سره يو ځای تپيد،او د هيواددچارو په پرمخ بيولو كې ئې دخلكو هوډ اواراده په رسمّيت پيژندله او هغوی ته ئې ميدان وركاوهّ ،دامام په دور كې دانسان حقيقت احياشو او خلكو خپل هویَت او عزت بيرته ترلاسه كو ، اما م راغی څو ټول بشريت وژغوری او هغوی ته عزت ډالۍ كړی حضرت امام خمينی هیڅ ډول مذهبی تعصب نه درلود او دټولو لپاره ئې زړه سوزيد او دټولو مظلومانو اوبې څوكو خلكو دفاع ئې كوله او دهغه بزرګوار په ذهن كې دخلكو لپاره طبقه بندی نه وه او وحدت او يووالی جارچی ؤ
ډاكټراحمدی نژادروښانه كړه اسلامی انقلاب دخدای حقيقت ته دانسانانو بيرته ستنيداوه چې هركله رامينځةشی نو الهی ليدتوګه به واكمنه كړی
1180270
captcha