IQNA

د عربستان حكومت په مسجد الحرام كې د پيغمبراكرم د معراج ځای ړنګ كړ

20:48 - March 17, 2013
د خبر لمبر: 2512535
نړيواله ډله: د عربستان د آل سعود رژيم چارواكو په مكې كې د مسجد الحرام د مخكينۍبرخې ځينی برخې له مينځه وړل د دغه جومات د څو ميليارډ ډالری پراختيا لپاره پيل كړی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د هغه انځور په اساس چې د اينډيپينډينټ په وسيله ترلاسه شوی كاركونكی په هماغې برخې كې ځای كندی او په مكې كې ئې د مسجد الحرام د ختیځې برخې د عثمان او عباسی برخې ړنګې كړی دی.
دغه تصوير څو اونۍ مخكې اخستل شوی او د لرغون پيژاندو د ډيرې اندیښنې سبب شوی دی په دې ډول چې شهزاده چارلز چې د لرغونی آثارو يو ملاتړی دی په همدې اړه ئې عربستان ته سفر كړی دی.
د شهزاده چارلز سفر د بشری حقوقو د ډيرو فعالانو له سختو نيوكو سره مخامخ شوی ځكه دغه سفر په داسې وخت كیږی چې عربستان له دې څو ورځې مخكې اوه كسان په عام ميدان كې پانسی كړی دی.
راپور ښئ په مكې مكرمې كې د مسجد الحرام پر ډيرو ستنو د پيغمبر اكرم د اصحابو او ملګرو نامې په خوشخطۍ سره ليكل شوی دی هم دا راز يوه ستنې هغه ځای ؤ چې پيغمبر اكرم آسمان ته خپل معراج له همدغه ځايه پيل كړی ؤ چې اوس د آل سعود كورنۍ د غړيدلی تفكر قربانی شوی دی
د عربستان چارواكی د مسجد الحرام او مسجد النبی د پراختيا د موضوع په لاسوند ګرځولو سره د دغو دوو مذهبی سپڅيلو ځايونو د آثارو په تباه كولو بوخت دی .
ډيری كارپيژاند اونيوكه كتونكی باوری دی چې آل سعود رژيم داسلام په تاريخی ميراث سترګې پټوی او دهغو په له مينځه وړلوپوخت دی
1205086
captcha