IQNA

په شام كې جنګ جهاد نه بلكې فساد دی حقيقی جهاد په فلسطين كې ده

18:52 - April 20, 2013
د خبر لمبر: 2521502
نړيواله ډله: د تيونس مفتی شيخ عثمان بطيخ د دغه هيواد ځوانانو ته په خطاب كې ټينګار كړی هغه څه چې په شام كې جهاد نومول كیږی جهاد نه دی ځكه چې د شام خلق مسلمانان دی او مسلمان د مسلمان په مقابل كې جهاد نه كوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «leconomistemaghrebin» یې نقلوی چې د تيونس د مفتی دغه خبرې شام ته د دغه هيواد د ډيرو زياتو ځوانانو د لیږدولو په باب په تيونس كې له يوه مياشتنی جنجال وروسته د سياسی او مذهبی بحثونو مركز جوړ شوی دی .
د تيونس سلفيانو د عربستان د شهزادګانو په مالی ملاتړ سره سورئې ته د جهاد په عنوان سره ډير زيات ځوانان لیږلی دی چې دا موضوع د دغه هيواد د چارواكو د اندیښنې سبب شوی ده
راپورونه وایې د امريكا د دفاعی اطلاعاتو د ادارې مشر مايكل فلين هم بلاخره هم په هغه راپور كې چې د امريكا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو كميشن ته ئې وړاندې كړی ويلی دی داسې ښكاری د بشار اسد حكومت او پوځ تر ډيره حده په پوځی ډګر كې منسجم عمل كړی او ولس ئې هم ملاتړ كوی، او يوې مخالفې ډلې هم د دغه نظام د بدلولو لپاره كومه خاص سټرټيجی چې بيلابيلې برخې او خلك سره متحد كړی او يا كوم غوره كار وكړی نه دی بريالۍ شوی
هم دا راز فرانس پريس آژانس هم له ماسكو راپور وركړی د مصر او روسیې ولسمشرانو محمد المرسی او ولاديمير پوتين چې په ماسكو كې ئې سره ليدلی، د بهرنيو له لاسوهنې پرته ئې د سورئې د شخړې د حل لپاره پخپله د سوريا والو له خوا د حل لارې د لټولو غوښتنه كړې او ويلی ئې دی چې پوځی اقدامات د سورئې شخړه نشی حل كولی بلكې دا خبرې اترې دی چې په دغه هيواد كې سوله او كراری راوستلی شی
همدې سره په يو وخت د سورئې په چارو كې د ملګرو ملتو استاذی اخضر ابراهيمی هم د استعفی وركولو آوازې دروغ بللی او ويلی ئې دی چې ملګری ملتونه او عربی اتحاديه دې دسورئې بحران دحل لپاره جدی اقدامات وكړی او پوځی اقدامات هیڅكله ددغه هيواد لانجه نشی حل كولی بلكې يوازې به افراط پال او ترهه ګر خواره واره كړی چې بيا به ئې كنټرولول ډير ګران شی.
د دغې شخړې يوازنۍ حل لاره د دغه جنګ د ختمولو لپاره صادقانه او حقيقی مرستې او د سرزور او ترهه ګرو مخه نيولل دی
1214903
captcha