د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له امام حسين عليه السلام د زيارت له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د نهم نړيوال فيسټيوال«بهار شهادت» سريزه كمیټۍ په كربلا كې له خپرندويو د هغو استازيو له كلتوری موسساتو او تحقيقاتی مركزونو څخه بلنه وكړه چې هغوی په دې نندارتون كې شركت وكړی.
دا نندارتون د حضرت امام حسين(ع) او حضرت عباس علمدار(ع) د زوكړې سره يووخت د شعبان د مياشتې له لومړۍ نیټې يعنی د خرداد د مياشتې له شلمې نیټې پيلیږی او پينځلسم شعبان پورې به دوام ولری.
د دې راپور پر اساس د ګډؤن كوونكو د ملمستيا ذمه واری د امام حسين و حضرت عباس(عليهما السلام) د زيارت مشرانو په غاړه ده.
1217350