د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله خامنه ايی د ميرمنو د مسئلې په اړه د لودیځ په سياستونو په نيوكې سره زياته كړه هغه حركت چې د لودیځ مادی تمدن د ميرمنو په وړاندې تر سره كړ يوه لويه او د نه بښولو وړ ګناه وه چې عوارض ېې د جبران وړ نه دی.
د انقلاب معظم لارښود د ميرمنو د مسئلې په اړه د لودیځ د تمدن مظاهر ځان ښودنه ،د نرانو د خوند اخيستو لپاره د زمينې برابرول او د ميرمنو د حريم ماتول آزادی ګڼل كیږی چې د كورنيو د له منځه تلو لامل ګرځی .
د رهبرې د ستر مقام په وينا كله چې په ټولنه كې د كورنۍ بنسټ متزلزل شی په هغه ټولنه كې ستوڼځې بنسټيزې ګرځی او لودیځ تمدن د ميرمنو په اړه له خباثتنو او چټليو د ډكو قوانينو له امله له ماتې او سقوط سره مخ دئ .
حضرت آيت الله خامنه ايی څرګنده كړه نن ورځ اختلافانواو مذهبی تعصباتو ته لمن وهل يو ناسم او له مصلحت لرې اقدام دئ .
د رهبرې ستر مقام زياته كړه مداوم او جهاد ډوله حركت چې د هر تمدن د پرمختګ لپاره اړين دئ د تازه والی مينې او هيلې له بهيره تيریږی او په دې برخه كې د شاعرانو او د معرفت د مداحانو رول ډير د اهميت وړ دئ چې د حكمت هيلې او راسخې عقيدې تخم شنی .
1221494